لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چارسدې فهیم ویلي د خپل استاد په وژلو اوس پښېمانه یم


په چارسده کې دخپل استاد وژونکي زلمي فهيم شاه ويلي ٫٫ هغه په دغه کار پښېمانه او شرمنده دی.٬٬

څو ورځې وړاندې په چارسده کې فهيم د خپل کالج پرنسپل حافظ سرير احمد د ورځې په رڼا په ډزو وژلې وو او د خپلې ګرفتارۍ په وخت یې د قتل اقرار هم کړې وو.

په ټولنيزو رسنیو په یو ویډیو کې ليدل کیږي چې د امنيتی عسکرو په ولقه کې یو زلمی چې په سترګو یې پټۍ تړلي دي وايي "دا قتل ما کړې او زه اقرار کومه، کله به هم انکاري نه شم."

په دغه ویډیو کې فهیم خه په ډاډ وايي: "بار بار راته ښوولي دي چې قتل [یې] کړه، د الله په باره کې د چا ملامتګر له ملامتیا نه مه وېرېږه، مړ مې کړئ"

خو اوس فهیم شان پولیسو ته په خپل بیان کې ویلی په خپل دغه عمل پښېمانه او شرمنده دی.

فهيم ويلي دي چې په خپل کلي کې ورته ځينو خلقو د میلاد په محفل کې د فیض اباد د پرلت بلنه ورکړې وه. څو میاشتې د مخه د پاکستان ځيني مذهبي سخت دریځو د پاکستان د پایه تخت اسلام اباد سره نزدې د حکومت په ضد پرلت وهلې وو.

په دغه پرلت کې خلقو ته د حکومت په ضد تبلیغاتو نه علاوه دا هم ویل کیدل چې د پخواني ګورنر سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري د اسلام شهيد دی او دهغه په لاره تګ د جنت زیری دی.

د دغه پېښې وروستو د کالج زده کوونکو او د سیمې خلکو احتجاج کړی دی. احتجاج کوونکو د څه وخت لپاره د شبقدر او مومند اېجنسۍ تر منځ غزېدلې لاره د موټرو پر مخ تړلې ده. دوی د پرنسپل په وژنه تورن ته د سختې سزا غوښتنه کړې وه.

سیاسي څېړونکي وایي، په پاکستان کې د مذهبي سخت دریځۍ خپرېدو پر عامو خلکو هم اغېز کړی او په ټولنه کې یې زغم له منځه وړی دی.

XS
SM
MD
LG