لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویغور کارکونکی: چین مالومول غواړي چې مسلمانان په کورونو کې قران مجیدونه لري او که نا؟


د چین د حکومتی مطبوعاتو ترمخه، د ډسمبر د ١١ مې نیټې نه د زرگونو په شمیره کې سرکاري کارکونکي د سنکیانگ کلي والي سیمو ته لاړل چې د ویغور مسلمانانو سره یوه هفته تیره کړی، خوراک څښاک ورسره وکړي او د خپلوانو په رنگ ورسره تعلق جوړ کړي
د چین د حکومتی مطبوعاتو ترمخه، د ډسمبر د ١١ مې نیټې نه د زرگونو په شمیره کې سرکاري کارکونکي د سنکیانگ کلي والي سیمو ته لاړل چې د ویغور مسلمانانو سره یوه هفته تیره کړی، خوراک څښاک ورسره وکړي او د خپلوانو په رنگ ورسره تعلق جوړ کړي

د چین په مغربي سنکیانگ صوبه کې سرکاري کارکونکو ته ویلی شوي وو چې د ٢٠١٧م د ختمیدو وړاندې به یوه هفته د سنکیانگ په کلي والو سيمو کې اوسیدونکو د ویغور قام خلکو سره تیروي، چې زیاتره مسلمانان دي. د چین حکومت دې پروگرام ته د ریلیټیوز ویک یا د خپلوانو هفته نوم ورکړی شوی دی.

که یوخوا چارواکي وايي د خپلوانو د هفتې مقصد د مختلفو قامونو ترمنځ هم اهنگۍ ته وده ورکول دي خو څیړونکي وايي دا د مسلمانانو د څارني یو اقدام دی چې په نتیجه کې به یې د قامونو ترمنځ تاو تریخوالی نور هم زیات شي.

د ارومچي ښار یو منظر
د ارومچي ښار یو منظر

د چین د حکومتی مطبوعاتو ترمخه، د ډسمبر د ١١ مې نیټې نه د زرگونو په شمیره کې سرکاري کارکونکي د سنکیانگ کلي والي سیمو ته لاړل چې د ویغور مسلمانانو سره یوه هفته تیره کړی، خوراک څښاک ورسره وکړي او د خپلوانو په رنگ ورسره تعلق جوړ کړي.

څیړونکي وايي د سنکیانگ کلي والو سيمو ته په تلونکو کې که خپله ویغور هم شته خو زیاتره پکې د هان نسل چینایان دي چې په سنکیانگ لکه د سکولونو او د عدليي په رنگ د حکومت په مختلفو ادارو کې خدمات ترسره کوي.

په جرمنی کې میشته د ورلډ ویغور کانگرس نومې ادارې ترجمان ډلزیټ ریکسټ وي او ای ته وویل د ویغورو سره ورځې شپې تیورنکي زیاتره د ځايي خلکو لپاره اجنبیان دي چې مختلف ثقافت او مذهبي عقاید لري خو د چینايي حکومت پروگرام یو سیاسي هدف لري.

ریکسټ وايي د خپلوانو د هفتې نومې پروگرام مقصد د مذهب په اړه د ویغورو رجحانات مالومول دي. ریکسټ زیاتوي چې د ویغورو سره د هغوي په کورونو کې پاتې کیدونکي حکومتي کارکونکي به دا مالوموي چې ددوي سره په کورونو کې قران مجیدونه او یا نور کتابونه شته او که نا؟

ریکسټ وویل ویغور دا خوښه نه لري چې آیا خپلو کورونو کې سرکاري کارکونکو ته د اوسیدو ځای ورکړي او که نا؟ هغه وویل د ویغورو په کورونو کې دغه سرکاري میلمانه به د حکومت دپروپگینډې خپرولو دنده هم ترسره کوي او د اکتوبر په میاشت کې شوي د نیشنل کانگرس غونډې په اړه به مقامي ویغورو ته تبلیغات کوي.

په جرمني کې میشته څیړونکی ایډرین زینز وايي د خپلوانو هفته نومې پروگرام ددې نه وړاندې هم چینايي مامورینو استعمال کړی چې د څارني یو زیات سخت نظام دی.

وي او ای سره خبرو کې ایډرین زنیز وویل د ویغورو په کورونو کې حکومتي میلمانه به د څارني کار کوي او د تندورۍ نخښې نښانې به گوري.

زینز وايي د سنکیانگ په مرکزي ښار اورومچي کې د کال ٢٠٠٩ م د اړي گړي ورسته صوبايي حکومت هلته د پولیس شمیره زیاته کړې ده. د ارومچي اړی گړی د ویغورو د احتجاج په نتیجه کې پیل شو چې حکومتي مامورین وايي پکې یو سل او اووه نوي کسان ووژل شوي او په سلگونو نوز زخمیان وو.

د سنکیانگ تاریخي ښار کاشغر یو تصویر
د سنکیانگ تاریخي ښار کاشغر یو تصویر

د امریکې وال سټریټ جرنل نومې ورځپاڼه وايي د نړۍ د بل هر ځای نه زیاته د ارومچي څارنه کولی شي. ورځپاڼه وايي په ښار کې هره ورځ خلک د پولیس چیک پوسټونو او د سکیورټي کیمرو نه تیریږي، شناختي کارډونه یې کتل کیږي او د سترگو او عن د ټول بدن معاینه یې کولی شي.

ریکسټ وايي د سینکیانگ د ١٠ مېلینه ویغورو سره په منظمه ډول د مذهب او د نسل په بنیاد تعصب کیږي او دا چې یوه ورځ به دا نسلي تاوتریخوالی لا نور هم زیات شي.

ویغور ترکن نسل خلک دي چې زیاتره په سنکیانگ کې اباد دي. دغه صوبه د پاکستان او مرکزي ایشیا سره سرحدونه لري.

چین وايي د سنکیانگ ویغور هیواد نه د بیدلیدو کوښښونه کوي او په مسلمانانو د تشدد د راپارولو الزام لگوي. څیړونکي وايي چین په ویغورو زور زیاتی کوي خو چین دا خبره ردوي او وايي د ویغورو د قانوني، ثقافتي او مذهبي حقونو تحفظ يي کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG