لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه کې ورور د خور په جنسي تېري او وژنه تورن شوی


تر قصور او مردان وروسته په کوټه کې هم یوه ۱۳ کلنه نجلۍ طیبه په خپل کور کې مړه موندل شوې ده. لومړني نتایج ښيي چې پر هغې جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې ده.

د بلوچستان وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او دوې ورځې وړاندې یې د صوبې د پولیسو مشر ته امر کړی وو، چې په دوو ورځو کې د هغې قاتل ونیسي.

پېښه د کوټې ښار په منځ کې په (اسماعیل کلي) کې په داسې وخت کې شوې، چې د نجلۍ مور او د کورنۍ نور غړي په کور کې نه وو. د هغې پلار مړ دی، یو بل ورور او خور یې هم په کور کې نه وو.

د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه رسنیو ته ویلي، د یکشنبې په ورځ یې د وژل شوې نجلۍ مشر ورور پولیسو ته خبر ورکړ، چې دی د نیمې ګنټې لپاره دباندې تللی وو او چې را ستون شو خور یې په کور کې مړه پرته وه. د نجلۍ ورور له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي:

"کله چې زه کور ته را ستون شوم، خور مې د کور په کوټه کې مړه پرته وه، هغه د پېښې په وخت په کور کې یواځې وه، مور او یوه بله خور مې پنجاب ته تللي دي"

پولیس وایي د لومړنیو پلټنو په مهال ورته څرګنده شوه چې ورور یې پخپله په دې پېښه کې لاس لري. پولیس مشر رزاق چیمه وایي، د نجلۍ ورور نن دا ومنله چې پر خور یې پخپله جنسي تېری کړی او وژلې یې ده.

د طیبې مړی سمدستي روغتون ته وړل شوی او طبي معاینات (پوسټ مارټم) یې شوي دي. پولیس سرجن ډاکټر نورمحمد رسنیو ته ویلي، چې نجلۍ عمر ۱۳ کاله دی او داسې ښکاري چې لومړی جنسي تېری ورباندې شوی او بیا یې د پړوني په وسیله غاړې خپه کړل شوي او وژل شوې ده.

پولیس مشر عبدالرزاق چیمه وایي د پېښې د پلټنې لپاره یې سمدستي یوه کمېټۍ جوړه کړې، چې د سپېشل برانچ، د پولیسو د جرمونو د څانګې (کرایم برانچ)، د ترهګرۍ ضد ادارې او د نجلۍ کور ته د نیژدې تاڼې پولیس افسران پکې شامل دي.

ښاغلی چیمه وایي چې د وژل شوې نجلۍ او د هغې د ورور د ډي این اې نمونې یې د قانوني پلټنو لپاره د پنجاب لیبارټرۍ ته لېږلې دي.

اېدهي مرستندویه اداره وايي چې د نجلۍ کورنۍ له پنجاب صوبې سره تړاو لري او د هغې مړی یې پنجاب ته لېږدولی دی.

په بلوچستان کې د ماشومانو د ژغورنې قانون د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې جوړ شوی دی، چې پر ماشومانو د تشدد او نورو ناوړه تېریو د مخنیوي لپاره به ورڅخه کار اخیستل کېږي، خو د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ټولنې وایي چې پر دې قانون هیڅ عمل نه دی شوی.

د ۲۰۱۸م کال له پیل سره سم په پاکستان کې پر ماشومو نجونو د جنسي تېریو او وژنو پېښو د ټول هېواد خلک وبوږنول. د قصور د شپږکلنې زینب او د مردان د څلور کلنې عاصمې پر پېښو- چې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې دي- د پاکستان ستر عدالت له خپله اړخه سوموټو اقدام اخیستی، چې په نتیجه کې یې د زینب په وژنه تورن کس نیول شوی، خو د عاصمې قاتل لا ازاد ګرځي.

XS
SM
MD
LG