لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبر پښتونخوا کې ۷۴ فيصده جينکۍ په کم عمرۍ کې ودیږي


په خېبر پښتونخوا صوبه کې په کم عمر کې د ودونو په حقله د قانون د نشتوالي له وجې ۷۴ فيصده جينکۍ د شپاړسو کالو نه کم عمر کې واده کيږي. د صحت د ماهرانو په خیال په کم عمرۍ کې د جينکو ودونه د مور او ماشوم د صحت لپاره د خطرو نه ډک وي۔

پاکستان کې د بشري حقونو ادارې هيومن رائټس کميشن آف پاکستان رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې ٧۴فيصده جينکۍ د شپاړسو کالو نه کم عمر کې واده کيږي۔

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکې څيړنکار عمران ټکر وايي چې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت تر دي دمه د کم عمرۍ د ودونو په ضد قانون سازي نه ده کړي۔ هغوي زياته کړه چي اوس هم په هيواد کې د کال ۱۹۲۹ د ودونو قانون باندې عمل کيږي او دا چي د قانون د نشتوالې له عمله په خېبر پښتونخوا کې جينکۍ په هغه عمر کې وده کيدلی شي کوم چي د هغوي د تعليم حاصلولو وي۔

نوموړي دا هم وويل چي په خېبر پښتونخوا کې داسې مهم قانون نه یواځې د سياسي ګوندونو منشور پورې محدود وي او کله چي په اقتدار کې راشي نو د ماشومانو د ښه مستقبل لپاره قوانين نه جوړېږي۔

هغوي وويل چي په ړومبي ځل د کم عمرې ودونو په ضد د عوامي نیشنل ګوند دور حکومت کې یو بل په صوبايئ اسمبلۍ کې وړاندې کړی شوی وو او روستو د پاکستان تحريک انصاف تير صوبايئ حکومت کې د ياد قانون پاس کولو لپاره بل په اسمبلي کې جمع شوي وود کوم چي دواړو حکومتونو منظوري نه ده ورکړې۔

د پاکستان ہیلتھ اينډ ډيموګرافک دسروی داعداد شمار ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د پينځلس فيصده جينکو ړومبی ماشوم د ۱۵ کالو نه تر ۱۹ کالو په عمر کې پيدا کيږي۔ سروی زياتوي چي دا شميرې د هيواد د نورو صوبو په پرتله زياتې دي۔

کم عمرۍ کې ودونه د جينکو په صحت کوم بد اثر کوي، په دې اړه د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال ليډي ډاکټر صدف علي وايس آف امريکه ډيوه ته وويل چي کومه جينۍ په کم عمر کې واده شي هغه د کم تعليم او نا پوهتيا له وجې د زهني دباو سره مخ وي، هغوي دا هم وويل چي د کور کارونه او د ماشومانو خسمانه د داسې جينکو لپاره ډير مشکل وي۔

نوموړي زياته کړه چي په کم عمرۍ کې واده شوي اکثره جينکۍ د ماشوم پيدا کيدو په وخت د ويني د کمي ښکار وي او روستو دا مسله دومره کړکيچنه شي چي ماشوم او مور د مرګ خولې تا ورسي۔

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو د تحفظ د پاره اداره پرونشل کميشن ان سټيټس آف وومن کوارډينيټر نهار محمد وايس آف امريکه ډيوه ته وويل چي د هغوي اداره به هغه بل دوباره په صوبايئ اسمبلې کې د منظورې لپاره پيش کوي کوم چي د ماشونو د حقونو لپاره کار کونکې صوبايئ اداري، چائلډ پروټيکشن اينډ ويلفير کميشن د کم عمري ودونو په ضد په اسمبلې کې جمع کړې وو۔

د يونيسف شميرو ترمخه په پاکستان کې ٢١ فيصده جينکۍ د ۱۸ کالو نه کم عمر کې واده کيږي۔

XS
SM
MD
LG