لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین، پاکستان او افغانستان خپلمنځي همکارۍ سېوا کولو ژمنه کړې


په اسلام اباد کې د چین، افغانستان او پاکستان خارجه وزیرانو په یوه ګډه غونډه کې د درې اړخیزه همکارۍ سېوا کولو، سوله ایز امنیت او ثبات لپاره په شریکه کار کولو او د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د ګډو هڅو تر څنګ په یو شمیر نورو مهمو مسلو خبرې اترې کړي دي.

د دغه غونډې وروسته د پاکستان خارجه وزارت لخوا خپرې شوې ګډې اعلاميې تر مخه نن په دغه غونډه کې د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د چین د خارجه چارو وزیر وانګ یي د خپلو هیوادونو په استازيتوب د اړونده پلاوو مشري کوله.

د بیان تر مخه درې واړه هیوادونو په نژدیو وروځو کې د افغانستان په سرښار کابل، کندوز، بغلان او فراه کې شوو تازه ترهګر بریدونو غندنه کړې. په دغه بریدونو کې د عامو افغانانو په شمول ښځې او ماشومانو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی.

په سیمه کې د بدلیدونکي حالاتو ته په کتلو چین، افغانستان او پاکستان د افغانستان سولې په لړ کې خپلې مرستې تکرار کړي او د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې په لوظنامه يې هم خبرې کړي. په غونډه کې یو وارې بیا د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې د پروسې پېلولوغږ شوی چې په افغانستان او سیمه کې مستقمه سوله راولي.

د ننۍ غونډې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وي او ای ډیوه ته وویلي وو افغانستان چې د سولې په پروسه کې د پاکستان نه د مرستو کومې هیلې لري پاکستان تر اوسه څرګنده همکاري نه ده کړې. خو نوموړي تمه څرګند کړې چې افغان حکومت دا ځل هیله لري چې پاکستان به تش په کاغذ د ژمنې پرځای عملي ګامونه هم پورته کړي.

صبغت الله احمدي ویلي: ٫٫ له شک پرته پاکستان کولی شي چې دسولې په پروسه کې مهم رول ترسره کړي دا ناسته له اهمیت ځکه برخمنه ده چې چینایان کولی شي له هغه نفوس څخه چې پرپاکستان یې لري ګټه واخلي او له ترهګرۍ سره دمبارزې اودافغانستان اوپاکستان ترمنځ د اعتماد جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. ٬٬

دافغانستان پاکستان او چین دبهرنیو چارو د وزیرانو تر دې دریمې ناستې وړاندې لومړی ناسته په ۲۰۱۷ میلادي کال دچین په پایتخت بجینګ کې او اوله ناسته په ۲۰۱۸ کال په کابل کې جوړې شوې وه.

نن په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه غونډه په داسې حال شوې چې دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې موافقه وروستی شوې او دسولې په پروسه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي انتظار باسي ترڅودسولې وروستی شوی سند د ولسمشر ټرمپ لخوا تایید شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG