لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین نه پس په ایران کې د کرونا وایرس دلاسه دوه کسان مړه شوي


چین کې د کرونا وایرس نه د مړو شوو کسانو تازه شمېرې سره د دغه وایرس نه په چین کې د مړو شوو کسانو شمېره 2118 ته رسېدلې
چین کې د کرونا وایرس نه د مړو شوو کسانو تازه شمېرې سره د دغه وایرس نه په چین کې د مړو شوو کسانو شمېره 2118 ته رسېدلې

د چین د صحت قامي کمیشن ویلي د کورونا وایرس نه د شورو، چهارشنبې، د ورځ پورې لږ ترلږه 114 نور کسان مړه شوي دي او د چین نه بهر په ایران او د جاپان په ساحل د سیلګرو په سمندرې جهاز کې دوه دوه کسان د کورونا وایرس نه مړه شوي دي.

په ایران کې د کرونا وایرس دلاسه د دوو کسانو د مړه کېدو سره د چین نه بهر په نورو ملکونو کې د کررونا وایرس دلاسه د مړو شمیره لږ ترلږه 11 ته ورسېدله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي د ایران په قُم ښار کې په دوه کسانو کې د کرونا وایرس پخلی د افغانستان لپاره د خطرې نښه ده ځکه چې دغه هیواد د افغانستان سره اوږد سرحدي لري او د دواړه ملکونو خلک د یو بل سره ډېر تګ راتګ کوي.

د افغانستان دصحت وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار وایس آف امریکا ته وویل یلي ایران کې په دوه کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق وروسته افغان حکومت د ملک ټولو متعلقه ادارو چارواکو سره یو بېړنۍ غونډه کړې چې د ایران نه افغانستان ته د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په یو پلان کار وکړي.

نوموړي وویل افغانستان به په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د ایران سره په پوله د خلکو څارنه او سکریننګ زیاتوي. وحیدالله مایار وویل تراوسه پورې په افغانستان کې د کرونا وایرس یو پېښه هم مخې ته نه ده راغلې. نوموړي وویل د چین په نسبت د ایران نه افغانستان ته د کورونا وایرس منتقل کېدو خطره زیاته ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د نهې، سې شنبې، په ورځ په بلخ ولایت کې د کرونا وایرس د تشخیص د یوې ځانګړې څانګې پرانیستلو.

د چین په ووهان ښار کې ۴١ افغان زدکونکي هم موجود دي او سخت قرنطین لاندې ژوند کوي. د وي او ای اشنا څانگې د یو رپورټ ترمخه د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز ویلي و چې له چین څخه د افغان محصلینو په ایستلو سره باید د ۳۰ میلیونو افغانانو ژوند په خطر کې وانه چول شي.

او په پاکستان کې هغه پاکستاني طالبعلمانو ميندو پلرونو او خپلوانو په اسلام اباد کې د يو احتجاج په وخت د حکومت نه غوښتنه کړې چې د دوی بچي دې د کرونا وايرس د مرکز ووهان ښار او د نورو چينايي ښارونو نه ژر تر ژره راوباسي او خپل وطن دې یې را ستانه کړي.

د پاکستان حکومت دريځ لري چې دوی د کرونا وایرس د مخنيوي په خاطر د چين نه خپل وګړي نه راولي او وايي هلته به د خپلو وګړو د دارو درملو او نورو اسانتياوو خيال ساتي. د حکومت په دغه دريځ يو شمېر حکومت مخالفه ډلې نيوکې کوي چې نورو هېوادونو په وخت خپل وګړي د چين نه ويستلي او پاکستان د خپلو وګړو د راويستلو هېڅ غم نه کوي چې په چين کې په دغه ناروغۍ د ا خته کېدو د خطر سره مخ دي او د دوی مور پلار هم د دغو اندېښنو ښکار دي.

اخوا د سیلګرو نه ډک سمندرې جهاز ډایمنډ پرنسز دفرورۍ دریمې نېټې نه د جاپان ساحلي ښار یوکوهاما سره نزدې ولاړ دی. د جاپان د صحت چارواکو په جهاز کې موجود ټول 3700 مسافر او عمله د نورو خلکو نه ځان له ساتلې. په دغه جهاز کې 621 کسان د کرونا په وایرس اخته شوي.

چین کې د کرونا وایرس نه د مړو شوو کسانو تازه شمېرې سره د دغه وایرس نه په چین کې د مړو شوو کسانو شمېره 2118 ته رسېدلې. د چین قامي کمېشن په 394 نورو کسانو کې د کرونا وایرس پخلی کړی کومه چې ددې یوه ورځ وړاندې شمېرې نه ډېره کمه ده. چین تېره ورځ په ټول ملک کې په یو ورځ کې په 1749 کسانو کې د کرونا وایرس تصدیق کړی وو. ددې سره په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېره 74،576 ته رسېدلې.

چین تراوسه پورې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره سخت کوششونه کوي. د کورونا په وایرس د اخته کېدو اولنۍ پېښه د دسمبر په میاشت کې د چین هوبی صوبې په ووهان ښار کې رامنځ ته شوې وه. دغه ښار تراوسه پورې په مکمله توګه باندې د ملک د نورو برخو نه ځان کړی شوی او ووهان ښار ته د ګاډو تګ راتګ په مکمله توګه باندې بند کړی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG