لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ پارلیماني غړی او بېلتون غوښتونکي له چین سره له لیدو کتو خبر نه دي


فاینانشل ټایمز د ګل-دوشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې لیکلي وو، چین د خپلو اقتصادي منصوبو د خوندیتوب لپاره له خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو مخامخ خبرې کوي
فاینانشل ټایمز د ګل-دوشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې لیکلي وو، چین د خپلو اقتصادي منصوبو د خوندیتوب لپاره له خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو مخامخ خبرې کوي

د برتانیې مشهورې ورځپاڼې فاینانشل ټایمز رپوټ ته په ځواب کې د پاکستان د سېنټ یو غړی او د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو یوې ډلې ویلي، چې له چین سره له خبرو اترو خبر نه دي.

د بلوڅ ملتپال نېشنل ګوند سنېټر میر کبیر محمد شهي- چې په سېنټ کې د چین- پاکستان اقتصادي منصوبې د کمېټۍ غړی هم دی- وایي، له بلوڅو خپلواکي غوښتونکو سره خبرې یواځې پاکستان کولای شي:

"دا د چین کار نه دی، دا د پاکستاني حکومت او پارلمان کار دی چې په لندن او جنېوا کې له مرورو بلوڅانو یا بلوڅو وسلوالو د خبرو پرېکړه وکړي. زه فکر کوم چین ته پکار دی چې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي"

سنېټر محمد شهي وایي څو کله مخکې د پاکستان حکومت یوه کمېټۍ جوړه کړې وه، چې دی یې هم غړی وو او مقصد یې له جلاوطنه بلوڅو خپلواکي غوښتونکو سره خبرې کول وو. وایي له هغوی سره خبرې شوې هم دي، خو که بیا هم ورسره خبرې کېږي نو له پاکستانه پرته بل هېواد ورسره د خبرو واک او حق نه لري.

فاینانشل ټایمز د ګل-دوشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې لیکلي وو، چین د خپلو اقتصادي منصوبو د خوندیتوب لپاره له خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو مخامخ خبرې کوي، چې پاکستاني چارواکو یې هرکلی کړی، وايي که څه هم هغوی خبر نه دي چې په دغو خبرو کې پر څه بحث شوی، خو وایي چې په بلوچستان کې امن وي دواړو ته به یې ګټه وي.

د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو یوه ډله هم له دغو خبرو انکار کوي او وایي چې په دې اړه یې له چین سره هیڅ خبرې نه دي کړي. د براهمدغ بګټي په مشرۍ د خپلواکي غوښتونکي بلوچ ریپبلکن ګوند ویاند شېرمحمد بګټي وي.او.اې ډیوه ته په ځانګړې مرکه کې وویل:

"سیپېک [د چین-پاکستان اقتصادي لارې منصوبه] د بلوڅانو لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده. چین د بلوڅو په وژنه کې لاس لري، لومړی خو باید چین له دې کاره لاس واخلي"

څېړونکي وایي چین تل داسې تګلاره خپله کړې، چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې کار ونه لري، ځکه نو وایي داسې نه ښکاري چې له بلوڅو خپلواکي غوښتونکو سره دي چین په پاکستان کې د خپلو اقتصادي منصوبو د خوندي کېدنې لپاره په خپله خبرې کړې وي. سیاسي څېړونکی ډاکټر ظفر جسپال له وي.او.اې سره په خبرو کې وویل:

"په سیمه ییزه کچه خو چین له ځایي خلکو سره زیاتې خبرې کوي، ممکن هغوی ته یې باور ورکړی وي چې پر دوی بریدونه ونه کړي، دوی به ورسره څه لاره یوسي، خو فکر نه کوم چې له خپلواکي غوښتونکو سره دي چین مخامخ خبرې کړې وي"

یوه پاکستاني چارواکي- چې نوم یې نه دی څرګند- فاینانشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چین په خاموشۍ سره [له بلوڅو بېلتونپالو سره په خبرو کې] ډېر پرمختګ کړی دی، حتی چې هغوی اوس ډېر کم [د چین پر منصوبو] بریدونه کوي، ځکه هغوی زیات فشار ورباندې اچول نه غواړي.

د بلوچستان خپلواکي غوښتونکي سازمانونه له تېرو دوو کلونو چین ته خبرداری ورکوي، چې له پاکستاني چارواکو سره د ګوادر بندر په اړه شوي تړونونه ختم کړي، ځکه چې وایي ګټه به یې اسلام اباد ته رسېږي او بلوڅان به په اقلیت بدل کړي.

د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو اندېښنو ته په پام که چین د پاکستان له خبرولو پرته له هغوی سره خبرې اترې کړې وي، نو داسې څرګندېږي چې د هغوی باور یې تر لاسه کړی دی، ځکه چې په پاکستان کې د چین سفیر په وروستیو کې ویلي وو، چې بلوڅ بېلتونپالي نور د چین-پاکستان اقتصادي لارې منصوبې ته خطر نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG