لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چینائي مسلمانانو او د پولیسو په منځ کې نښتې شوې


د چین په ارومچې ښار کې د جمعې د مونځ منظر
د چین په ارومچې ښار کې د جمعې د مونځ منظر

د چین په هیکسې ښار کې د یو جومات ورانولو په سر د مسلمانانو او پولیسو په منځ کې نښتې شوې دي او د یوې غیر سرکاري ادارې د رپورټ ترمخه په اړې گړي کې دوه کسان مړه او د ٥٠ ؤ نه زیات نور کسان زخمیان شوې دي.

د هیکسې ټاؤن شپ چارواکې وائي نوی جومات په غیرقانوني توگه جوړ کړی شوی وو او د مسلمانانو سره د نښتو ورستو وران کړی شوی دی.

په هانگ کانگ کې میشته د انساني حقوقو اداره انفارمیشن سنټر فار هیومن رائټس اینډ ډیموکریسي وائي په هیکسې کې د جمعې په ورځ پولیسو د سلگونو په شمیره کې احتجاج کونکو د هوي نسل مسلمانانو خلاف د ډانگونو، چړو او د اوښکو گیس استعمال کړی دی او په نښتو کې دوه کسان مړه او د ٥٠ ؤ نه زیات زخمیان شوې دي.

د هیکسې چارواکو په نښتو کې د چا د وژل کیدو تصدیق نه دی کړی خو وئیلي يي دي چې یو شمیر کسان نیولی شوې دي. د مسلمانانو سره د نښتو ورستو شا او خوا ١٠٠٠ پولیسو چارواکو جومات وران کړو.

د چین کمیونسټ حکومت د اقلیتي مذهبي فرقو په سرگرمو ژور نظر ساتي او ویره لري چې جوماتونه او د عیسایانو عبادتخانې یا چرچونه د حکومت خلاف د مظاهرو مرکزونه جوړیدی شي.

هوي د چین په اقلیتي مسلمانانو کې دي چې پکې د مرکزي ایشیا نه هجرت کونکو مسلمانانو نسل، د چین د هان نسل خلک چې مسلمانان شوې دي او نور قامونه هم شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG