لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین د کمیونسټ انقلاب ٧٠ کلیزه ونمانځله


پولیسو د مظاهره چیانو پرضد چې اوښکې بهونکي گاز او د اوبو توپونه وویشتل. مظاهره چیانو په ځواب کې په پولیسو په کورونو کې جوړ پټرول بمونه وغورځول او د ښار په مرکزي برخه کې یې اور ولگولو

د چین ولسمشر شي جین پینگ د نهې، سه شنبې، په ورځ د هېواد د کمیونسټ انقلاب70 کليزې په موقع د پوځي پرید مشري وکړه او نورو دستورو کې یې برخه واخیسته.

دغه پوځي پریډ کې 000، 15 عسکروگډون درلودل ، او د پوځي جټ الوتکو پروازنه او په زرهاو ملکي وګړي چې په رنګارنګ جامو کې سینګار وو هم گډون وکړو.

بلخوا، په هانگ کانگ کې د زرگونو په شمېره کې جمهوریت پلوه خلکو په مظاهرو د بندیز باجود د ښار په مرکز کې احتجاج وکړو. د دوی په وینا بیجینگ په چین او په هانگ کانگ کې د خلکو ازادۍ چقوي.

د هانگ کانگ د ډیموکراټیک پارټۍ پخوانی چیرمین البرټ هو وایي "زموږ ډیرو لپاره چې انسانی وقار او ډیموکراسۍ یی خوښه ده، موږ به وایو چې موږ د خلکو او د خپلو ملګرو لپاره خفا یو." ولسمشر شي جین پینگ په د بیجینگ کې پوځي پریډته په خپل وینا کې د یو هیواد او د دوو نظامونو او د هانگ کانگ او مکاو لپاره د خپلواکۍ ژمنه بیا تکرار کړه خو ټینګار یې وکړو چې د هغه حکومت به د چین ټول نفوس، چې پکې تائیوان هم شامل دی، یوځای کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي. د هانگ کانگ چارواکو د چین دقامي ورځې لپاره د بیرغ د پورته کولو دستوره د مظاهره چیانو نه لارې ساتلو لپاره د تړلو دروازو ترشا وکړه او د اتش بازۍ پروگرام یې منسوخ کړو.

د هانگ کانگ چارواکو هغه لانجمن قانون بېرته اخستې چې تر مخه یی هانگ کانگ کې په لویه کچه مظاهرې پیل شوې او چین کولې شو چې د هانگ کانگ وگړي ونیسي . خو د ډیموکراسۍ پلوه لاریونونه تر څلورو میاشتو نه تر زیات مودې پورې دوام لرلو.دغه فعالانو غوښتنه کوله چې د هانگ کانگ د پارلیمان لپاره نیغ په نیغه ټاکنې وکړې شي، او اوسنی سیسټم ختم کړې چې ترمخه یې یوازې د بیجینګ سره اړیکې لرونکي کاروباري کسان نزدې د نیمایي پارلېمان غړي جوړیږي.

ځینې لاریون کونکو د امریکا څخه غوښتنه کوله چې د هانگ کانگ د بشري حقونو او ډیموکراسۍ هڅو ملاتړ وکړي.

د هانگ کانگ د ډیموکراسۍ پلوه یو فعال چپمېن چن وایي : " موږ به د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړو چې په چین کې د ټولو امریکایی پانګوونې بندیز او په امریکا کې د چین په شرکتونو په اندراج کولو بندیز لگولو باندې غور وکړي".

که څه هم په مرکزي هانگ کانگ کې مظاهرې په ارامه توگه پېل شوې خو د ورځی په تیریدو سره د پولیسو او د مظاهره چیانو ترمنځ د نښتو رپوارونه هم راغلي دي.

پولیسو د مظاهره چیانو پرضد چې اوښکې بهونکي گاز او د اوبو توپونه وویشتل. مظاهره چیانو په ځواب کې په پولیسو په کورونو کې جوړ پټرول بمونه وغورځول او د ښار په مرکزي برخه کې یې اور ولگولو. یوه ویډیو کې هغه خبرونه تاید شوي چې یو مظاهره کونکی د پولیسو په ډزو په سینه کې ویشتل شوی دی. دا د جون په میاشت کې د لاریونونو د پیل راهیسې د دې ډول لومړی پېښه ده. د پولیسو لخوا په سمدستي توگه کوم غبرگونندې ښودل شوې. تر دې دمه ، بیجینگ په نظامي ډول مداخله نه ده کړې ځکه چې دا ډول اقدام به نړیواله غندنه راوړي ، او د هانگ کانگ او چین لپاره به جدي اقتصادي پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG