لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: څېړنه ښايي چین د کرونا وایرس په اړه په پراخه کچه غلط معلومات خپرول


د پېیو ریسرچ سېنټر څېړنې ادارې د سروی ترمخه په دریو کې یو امریکايي دا خیال و چې کرونا وایرس په لېبارټرۍ (لابراتوار) کې تیار کړی شوی دی او په څلورو کې د یو امریکايي دا خیال و چې دا وایرس قصداً تیار کړی شوی دی
د پېیو ریسرچ سېنټر څېړنې ادارې د سروی ترمخه په دریو کې یو امریکايي دا خیال و چې کرونا وایرس په لېبارټرۍ (لابراتوار) کې تیار کړی شوی دی او په څلورو کې د یو امریکايي دا خیال و چې دا وایرس قصداً تیار کړی شوی دی

د چین د انټرنېټ نه د دنیا مېلینونو خلکو ته دا فواه یوازې په درېو میاشتو کې ورسېده چې کرونا وایرس په لېبارټرۍ (لابراتوار) د وسله په توګه تیار کړی شوی و.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د یو شمېر نظر پوښتنو ترمخه د ۲۰۲۰ د مارچ د میاشت پورې دا ګمان په پراخه کچه خپور شوی و چې کرونا وایرس په ممکنه توګه د انسان تخلیق دی او د وسلې په توګه استعمال شوی دی.

د پېیو ریسرچ سېنټر څېړنې ادارې د سروی ترمخه په دریو کې یو امریکايي دا خیال و چې کرونا وایرس په لېبارټرۍ (لابراتوار) کې تیار کړی شوی دی او په څلورو کې د یو امریکايي دا خیال و چې دا وایرس قصداً تیار کړی شوی دی.

ډیر خلک دا ګمان هم کوي چې د کرونا وایرس د خپرېدو په سر راپارېدلي ګډوډي هم قصداً پېدا کړی شوي ده.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د بېجنګ نه واخلي تر واشنګټن، ماسکو او تهران پورې د قوتونو دا کوښښ و چې د کرونا وایرس په اړه بیانیه قابو کړي چې دا وایرس د کوم ځای نه شروع شوی و.

په دغو ملکونو کې چارواکو او مطبوعاتو د غلطو یا بې ځایه معلوماتو د خپرولو دپاره په چټکتیا کارولو، د خلکو په ذهنونو کې به یې شکونه پېدا کول او کومې ګنګوسې چې د وړاندې نه په ګردش کې وې ورته به یې د سیاسي مصلحت سره سمه هوا ورکوله. دا خبره ای پي د هغې څېړنې په نتیجه کې کړې چې د اېټلانټک کاونسل نومې د حېړنې ادارې سره یې په شریکه ترسره کړې ده.

ای پي وايي دغه تجزیه د مېلینونو هغو پېغامونو د کتنې نه وروسته شوي چې خلکو په ټوېټر، فېس بک، وي کی، وایبو، وي چېټ، یو ټیوب، ټېلېګرام او د سوشل میډیا په نورو پاڼو شریک کړي دي.

د "ډېس انفارمېشن" یا د غلطو معلوماتو مشر

د کرونا وایرس په ابتدايي ورځو کې دا چین و چې د وایرس د شروعاتو په اړه یې په نړیواله کچه د غلطو معلوماتو خپرولو مهم پېل کړی و. عام تاثر دا و چې ګنې روس دغه بې ځایه معلومات خپروي.

په امریکا کې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د واکمن ريپبلېکن ګوند ځینو غړو د کرونا وایرس د خپرېدو په سر د چین په اړه شعله بیان تقریرونه کول او غوښتل یې چې وایر ته د "چاینا وایرس" نوم ورکړي.

د چین خارجه وزارت وايي بېجنګ د ملګرتیا او د حقایقو دپاره کار کړی دی او وايي پکار نه ده چې د وبا نه سیاسي مسله جوړه کړی شي.

ای پي خبري ادارې ته په خپل بیان کې د چین خارجه وزارت وویل ټول فریقېن دی باید د غلطو معلوماتو خپرولو نه ډډه وکړي. وزارت وویل په داسې حال کې چې بې ځایه الزامات پورې کېږي مناسب به دا وي چې د افواګانو او ګنګوسو مخه ونیول شي او حقایق وړاندې کړی شي.

کله چې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن کرونا وایرس یوه وبا وبلله د دې نه یوه ورځ وروسته د چین د خارجه وزارت ترجمان زاو لېلیان په ټوېټر یو شمېر پېغامونه شریک کړل چې ای پي وايي ممکنه ده د لېلیان دغه ټوېټیونه په ښکاره ډول د غلطو معلوماتو د خپرولو یوه تجربه وه.

که څه هم ټوېټر او فېس بک په چین کې بند دي خو د ۲۰۱۹ راهسې چینايي سفارتکارانو په ټوېټر او په

فېس بک اکاونټونه څو چنده زیات کړي دي.

د چین د خارجه وزارت ترجمان زاو لېلیان هغه وخت به ټوېټر وپوښتل چې په امریکا کې څومره کسان د کرونا وایرس نه ناروغه شوي دي؟ د هسپتالونو نومونه څه دي؟ ممکنه ده چې ووهان ته وایرس د امریکې پوځ راوړی وي؟ شفافه وسۍ خپل معلومات څرګند کړی باید چې وضاحت وکړۍ.

د دې نه پس چې حه وشول په نړیواله کچه د چین د پېغام رسانۍ نظام څرګندوي.

د ټوېټونو سپری (باران)

د تېر کال د مارچ په ۱۲ او ۱۳ نېټو زاو ۱۱ ټوېټونه وکړل چې په راتلونکو شپږو هفتو کې ۹۹۰۰۰ ځله یې په ۵۴ ژبو کې ذکر وشو. د ډي اېف ار اېل ترمخه کومو اکاونټونو چې د چین د خارجه وزارت د ترجمان د ټوېټونو ذکر وکړو ۲۷۵ مېلین فالورز یې په ټوېټر لرل چې ممکنه ده جعلې او تکراري اکاونټونه هم پکې دي.

د چین ګلوبل ټایمز او تر ۳۰ پورې د چین د سفارتکارانو چې د فرانس نه واخلې تر پانامه پورې د دنیا په بېلا بېلو برخو کې پرځای وو د زاو لېلن د ټوېټ حمایت یې وکړو. د وېنزوېلا خارجه وزیر، په کېراکس کې د ار ټي خبریال او د شاهي کورنۍ سره نژدې د ځینو خلکو ټوېټر اکاونټونو د چین دغه ټويټ پېغامونه عربي او هسپانوي ژبو ته هم ور ورسول.

په روس او ایران کې هم د زاو پېغامونو ته هېڅ د شک په سترګه وه نه کتل شوو او په امریکا کې د ښي لاس سخت دریځه ډلو د پېغامونو بورډونو ته هم ورسېدل.

خو ای پي وايي د زاو د پېغامونو تر ټولو زیات ترلاسه کونکي په خپله په چین کې وو، که څه هم په چین کې په ټوېټر پابندي لګول شوي ده. زاو هېش ټېګ ۳۱۴ مېلین ځله به وایبو وکتل شو.

د مارچ په ۱۳ نېټه زاو په وایبو یو پېغام کې په سوشل میډیا د هغه په حمایت کولو هغه د خلکو شکریه اده کړه. هغه وویل "راځۍ چې دوطن دپاره سخت زیار وکړوو."

ای پي وايي د کرونا وایرس په اړه په سوشل میډیا د ډېس انفارمېشن خپولو دپاره چین د روس په مثال عمل وکړو. د جنورۍ په میاشت کې د روس حکومتي مطبوعاتو دا خبره عامه کړې وه چې کرونا وایرس امریکې د وسلې په توګه تیار کړی دی او بیا روسي سیاستوال په دغه غږ کې شامل شول او ای پي وايي یو غږ به بل اواز مضبوطولو.

د ایران شرکت

ای پي وايي د کرونا وایرس په اړه د ډېس انفارمېشن په دې کېمپېن کې ایران هم راودانګل او په کومه ورځ چې زاو دا ټوېټ وکړو چې ممکنه ده چې د امریکې پوځ دغه وایرس ووهان ته رسولی وي د ایران روحاني مشر ایت علي خامنايي وویل چې کرونا وایرس د بیولوژېکل حمله وي. هم په دې دریځ به هغه بیا امریکې نه د کرونا وایرس په اړه د امداد اخیستلو نه انکار کولو.

د چین د خارجه وزارت ترجمان زاو لېلن د ټوېټونو نه لس ورځې وروسته د چین حکومتي نړیواله میډیا په حرکت کې شوه.

د مارچ په ۲۲ نېټه چاینا رېډیو انټرنېشنل په خپل یو مضمون کې ولیکل چې ایا د امریکې حکومت قصداً د کوېډ ناینټین په اړه حقیقت د فلو نزلې په شا پټ کړی و؟ په مضمون کې دا هم پوښتل شوي وو چې د امریکې په مېري لېنډ ریاست کې د یو نه بل ته خپرېدونکو ناروغو د تحقیق دپاره د یو اېس ارمي مېډیکل ریسرچ انسټېټیوټ د ۲۰۱۹ د جولای په میاشت کې ولې تړل شوی و؟

ای پي وايي په څو ورځو کې دننه دغه مضمون په بېلا بېلو شکلونو کې ۳۵۰ ځله په چینايي ژبه کېد حکومتي خبري ادارو نشر کړو او د دې نه علاوه په انګریزۍ، فرانسو، اتالوي، پرتګال، هسپانوي او عربۍ ژبو کې هم دغه مضمون نشر شو.

په فرانس کې د چین سفارتخانې دغه خبره په ټوېټر او فېس بک خپروله. دغه مضمون په یوټیوب، وایبو، وي چېټ او د چین په ګڼو پلېټ فارمونو شریک شوی و.

د ډېس انفارمېشن خپرول څه منفي نتایج لري

په جرمني کې د جرمن مارشل فنډ نومې ادارې مرایک اولبرګ وویل داسې ښکاري چې لکه د چین په شان په انټرنېت افواګانې ، غلط معلومات او سازشونه خپرول د خبروونکو دپاره هېڅ منفي مضمرات نتېجې نه لري.

د اپرېل په میاشت کې ایران او روس د بایولاجېکل وېپن یا د کیمیاوې وسلې په اړه خبرې پرېښودې وې.

خو ای پي وايي چېن اوس هم دغه خبره لا د لاسه نه ده ورکړې.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن یو ډلې د کرونا وایرس د شروعاتو په اړه تحقیقات کول، د چین د خارجه وزارت ترجمانې هووا چونیینګ په امریکا غږ وکړو چې د مېري لېنډ په فورټ ډټرېک دې د بایولوجېکل لېبارټري (لابراتوار) دې پرانځي، په دې اړه دې د شفافیت نه کار واخلي، تر د ۲۰۰ پورې د بایولوجېکل لېبارټرۍ دې برانځي او په امریکا کې د کرونا وایرس د شروعاتو دپاره دې د ډبلیو اېچ او ماهرینو ته بلنه ورکړی شي.

د چین د خارجه وزارت ترجمانې دغه خبرې په سوشل میډیا وایرل شوې او وزارت ای پي ته وویل چې د افواګانو د خپرېدو مخالفت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG