لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د حقوقو څارونکي وايي چین د ذهني ناروغۍ په نوم مخالفین ځپي او بدناموي


په هانګ کانګ کې د جموریت پلوه مظاهره کوونکو په ضد د پولیس ډله

څو کاله وړاندې، د چین هانان ایالت کې یوې میرمن ډونګ کینګیاو، د حکومتي کمپنۍ ومخې ته احتجاج وکړوچیرې چې یې د کمیونسټ ګوند غندنه وکړه او د دغه هیواد د مشر ژي جنپینګ په تصویر یې رنګ توې کړ.

دا ډول لاریونونه په چین کې خورا لږ لیدل کیږي، چیرې چې حکومت احتجاج کوونکو ته سخته سزا ورکوي ترڅو د نورو مخه ونیسي.

چینايي‌ چارواکو وویل چې په دې ډول د رنګ تویول "نفسیاتي (رواني) ناروغي" ده او په زوره یې هغه میرمنه د نفسیاتي مرضونو روغتون ته واستول.

د بشري حقونو ویب پاڼې (منشنګ ګونچا) له مخه د کال ۲۰۰۷ م ډسمبر میاشت راهسې ۵۱۰ داسې قضیې درج شوي چیرې چې خلک جبرآ رواني‌ روغتون ته استول شوي.

د دغې ویب پاڼې له مخه، د غیر ضروري دماغي ناروغي د درملنې لپاره د نفسیاتي (رواني) روغتونونو ته د خلکو لیږلو پروسه داسې ده چې د حکومت مخالفینو، فعالینو او انتقاد کوونکو ته د هغوي سیاسي باورونو بدنامولو او ټولو ته د ذهني ناروغانو په توګه معرفي کول دي.

میرمن دونګ د دغه روغتون څخه په څلورو میاشتو کې خوشې شوه. د هغې پلار وویل کله چې هغه د جنوري په ۲۰۲۰ کې د هغې له نیول کیدو راهیسې د لومړي ځل لپاره ولیدله نو هغه په بشپړ ډول یو بل کس وو. هغه وویل چې د لور مخ او ځیګر یې پړسېدلي وو. هغې ډیر په مشکله خبرې کولې او کله یې چې ورڅخه پوښتل چې څه ورسره شوي نو هیڅ یې هم نه وییل.

بیا د سږ کال په پیل کې ، مېرمن دونګ کیونګیاو د دوو میاشتو لپاره بیرته رواني روغتون ته واستول شوه. کله چې هغه بهر راغله، د هغې کورنۍ وویل چې وضعیت یې لا خراب شوی دی او اوس ناڅاپه چیغې وهي او په ځانګړي توګه کله چې باران وي.

د هغې پلار، ډونګ جیانبیاو امریکا غږ ته وویل: "ما هغه یوازې له هغه وروسته ولیده کله چې د دوهم ځل لپاره خوشې شوې وه."

"ما غوښتل ورسره په خپل ټیلیفون کې عکس واخلم ، خو هغه وډاریده او اجازه یې را نه کړه. مور یې وویل چې هغه په کور کې بې ځایه خبرې کوي او ډیر ژاړي او چیغې وهي. "

داسې ګمان کیږي چې د هغې حالت د داسې کیدلو سبب په روغتون کې هغې ته د دوایانو او درمل ورکول دی.

دونګ جيانبياو ټينګار وکړ چې د هغه لور داسې "ذهني ناروغي" نه لري چې چارواکي یې بیانوي.

په جبري روغتونونو کې سزا ورکول

ډینګ فوکان چې ۵۱ کلن وټرن دی او د خپل ریټایرمنټ سبسیډیانو لپاره یې د ډېرو کلونو راهیسې له دولت څخه غوښتنه کول، تېرکال رواني روغتون ته د دوه میاشتو لپاره د لازمي "درملنې" په خاطر استول شوو.

ډینګ وویل چې په رواني روغتون کې ساتل حتا د بندي خانې څخه هم ډیر نارامه کړی وو، ډینګ وویل چې هغه د رښتیني رواني ناروغانو لخوا محاصره وو چې ډیری وختونه په درد او غم کې بند پاتې وو او د بجلی شاکونه به یې ورکول، دې حالت به پرې ډیر فشار راوستو.

هغه وویل چې خلک د ګولیو او دوایانو اخیستو وروسته مختلفه عکسلعمل ښوودلی چې روغتون ورته ورکړي. ځینې به پړسیدل او ځینې به یې ویده کول.

ډینګ امریکا غږ ته وویل: "زه د دغو ګولیو له اخیستو وروسته د ستړیا، ویدېدو او کم انرژۍ احساس کوم."

د بشري حقونو د ویب پاڼې منشنګ ګانچا له مخې، دا رواني روغتونونه ناروغان تړي، د بجلۍ شاکونه ورکوي او کله چې یې غواړي ډیر یې وځپي او شکنجه کړي نو هغه بیا طبي درملنه بولي.

په چین کې په کال ۲۰۱۳ کې ، د چین د کمیونسټ ګوند نېشنل پیپلز کانګرس دایمي کمیټۍ د رواني ناروغۍ لپاره په جبري توګه روغتون ته د خلکو استولو پرضد یو قانون جوړ کړ چیرې چې به خلک د ذهني ناروغۍ د درملنې لپاره پخپله غوښتنه کوي او په جبري توګه به نه لیږل کیږي.

دغه ویب پاڼه زیاتوي وضعیت هغه وخت ښه شو کله چې قانون تصویب شو ، خو ځینې سیمه ییز چارواکي لاهم عریضې کوي ، ناراضیان او فعالان رواني رواني مرکزونو ته لیږي ، وايي چې دا د قناعت وړ اهدافو لپاره دی او د کورنۍ غړو لخوا ورته اجازه ورکړل شوې ده.

د چین د عامه امنیت وزارت څو کاله دمخه د ملي روغتیا هسپتال یوه کاري ناسته وکړه او پدې یې ټینګار وکړو چې د رواني ناروغانو درملنه کې روغتون ممکن هغه خلک ونه مني چې د عامه امنیت د ریاست له تایید پرته ذهني ناروغ نه وي.

دې قانون ته په پراخه کچه غبرګونونه راوپاریده چې نفسیاتي (رواني) روغتونونه د عامه امنیت چارواکو ته ولې سپارل کیږي او دا کار چارواکو ته اجازه ورکوي ترڅو د مخالفینو، فعالانو او نورو عارضینو پرضد "نفسیاتي (رواني) ناروغي" د یوې وسلې په توګه وکاروي.

XS
SM
MD
LG