لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یورپي اتحاد د هغو ګاهکانو مخه نیسي چې د بهرنیو ریاستونو په مرسته یورپي کمپنۍ اخلي


په یورپ کې د سټاکونو یا ونډو د بازار یو کاروباري

یورپي کمېشن د شورو/چهارشنبې په ورځ د داسې ضوابطو وړاندیز وکړ چې هدف یې په هغو کمپنیو پابندۍ دي کوم چې د بهرنیو سبسایډيو نه په ګټه اخیستو، یورپي کاروبارونه اخلي. د دې ګام یو خاص مقصد، د چین د غیرعادلانه رقابت مخه نیول دي.

د یورپي یونین مشرې اورزولا فون دېرلېن په یو ټویټ کې وویل: «یورپي اتحاد په نړۍ کې تر ټولو زیات آزاد بازار دی. خو دا آزادي د انصاف سره خوند کوي.» مېرمن اورزولا زیاته کړه چې د پېشنهاد شویو ګامونو هدف دا دی چې تجارت دپاره یو با انصافه ماحول یقیني وي.

د یورپي کمیشن دا منصوبه، د یو لا ډېر تحفظي دریځ څرګندونه کوي، او دا موقف پس له هغه راڅرګند شو چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر یورپي کمپنۍ بهرنیانو واخیستې، او د کرونا عالمي وبا پر مهال چې د کمپنیو شېئرز یا ونډې ارزانه شوې، نو د دې کمپنیو خرڅلاو هم زیات شو.

د وړاندیز له مخې، که چېرته د هغو یورپي کمپنیو په اخیستو کې چې ارزښت یې پنځه سوه میلینه یورو او یا تر دې زیاتره ته رسیږي، د کوم بهرنۍ سبسایډۍ امکان وموندل شي، نو د تحقیق دپار به ورته یو کمیشن وټاکل شي.

دا وړاندیز لا منظور شوی ندی او په کار ده چې د یورپي یونین غړي ملکونه اول ورباندې اتفاق وکړي او د یورپي یونین په پارلمان کې پاس شي، چې دا به څو میاشتې وخت نیسي. په دې مهال کې دا طمع شته چې خارجي ریاستونه او کمپنۍ دواړه لابي وکړي او کوشش وکړي چې د یورپي یونین دا ګامونه سوکه کړي.

XS
SM
MD
LG