لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هانګ کانګ د نشریاني ادارې جمهوریت پلوه مشر د درغلۍ په الزام نیول شوی 


د لای د ګرفتارۍ نه یوه ورځ وړاندې په کال ۲۰۱۹ کې په هانګ کانګ کې د پولیس مرکزي دفتر نه بهر د احتجاج په سر دریو کسانو ته د اووه نه تر د دیارلس نیمو میاشتو پورې د قید سزاګانې ورکړی شوې. سزا شوي کسان ۲۴ کلن جاشوه وانګ، ۲۳ کلنه اېګنیز چاو او ۲۶ کلن ایون لام دی

د هانک کانګ د یوې نشریاتي ادارې مشر او د جموریت پلوي جمي لای یو وارې بیا ګرفتار شوی او دا ځل پرې د درغلۍ الزام لګول شوی دی.

لای چې ۷۳ کلن دی د هغه د نېکسټ ډېجیټل نومې کمپنۍ د دوو چارواکو تر څنګ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هانګ کانګ یو عدالت ته وړاندې کړی شو او الزام پرې ولګول شو چې د هغه د کمپنۍ د دفتر دپاره اخیستل شوی ځای د اجارې د مادو (شقونو) خلاف ورزي یې کړې ده. هغه په ضمانت د ازادېدو حق نه لري او د مقدمې اورونه یې د اپرېل د میاشت پورې وځنډول شوه.

د دې نه وړاندې لای د اګست په میاشت کې په کور ګرفتار کړی شوی و او په هغه وخت د چین د قامي سلامتیه په اړه د نوي قانون لاندې پرې د بهرني ملک سره د مرستې الزام لګول شوی و. د هغه ګرفتارۍ نه څو ګنټې وروسته د ۱۰۰ نه زیاتو پولیسو د نېکسټ ډېجېټل په مرکزي دفتر چاپه ووهله.

ډېجیټل نېکسټ اېپل ډېلي نومې ورځپاڼه شایع کوي. د اخبار وېب پاڼې د پولیس چاپه په ژوندۍ بڼه ښودله. په ژوندۍ وډیو کې لیدل کېدل چې پولیس د اخبار د نیوز روم په داسې حال کې تلاشي اخلي چې لای د هتکړو په لاس د پولیس په بدرګه کې په دنیوز روم تېریږي. په دغه ورځ د لای ترڅنګ نهه نور کسان هم نیول شوي وو چې پکې د هغه یو زوی هم شامل و.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي لای د جمهوریت په حق کې د فعالیت له امله د عدالتي اقداماتو سره مخامخ دی. لای په هغو ۱۵ کسان کې هم شامل وو چې بغیر اجازې د خلکو په اجتماع کې یې شرکت کړی و او بغیر د اجازې یې د خلکو د اجتماع انتظام کړی و.

د لای د ګرفتارۍ نه یوه ورځ وړاندې په کال ۲۰۱۹ کې په هانګ کانګ کې د پولیس مرکزي دفتر نه بهر د احتجاج په سر دریو کسانو ته د اووه نه تر د دیارلس نیمو میاشتو پورې د قید سزاګانې ورکړی شوې. سزا شوي کسان ۲۴ کلن جاشوه وانګ، ۲۳ کلنه اېګنیز چاو او ۲۶ کلن ایون لام دی.

لای د امنیت په اړه د چین د نوي قانون دلاندې ګرفتار تر ټولو مشهور تن دی. دغه قانون چې د جولای په میاشت کې نافذ شوی د دلاندې یې په هانګ کانګ کې هر چاته د ترهکرۍ، بغاوت، د ریاستي واک اختیار د نه منلو او یا د خارجي قوتونو سره د مرستې جرم په ثابتېدو د عمر قید سزا ورکړی کېدلی شي.

چین دغه قانون د جمهوریت په حق په پراخه کچه د مظاهرو په مهال نافذ کړی و چې پکې د تشدد پېښې هم رپورټ شوې وې.

په کال ۱۹۹۷ کې برطانيي هانګ کانګ چین ته وسپارلو خو چین هانګ کانګ ته تر ډیر حده پورې ازادي ورکړې وه خو

د وي او ای رپورټ وايي د امنیت په اړه نوی قانون په هانګ کانګ د خپل ګرفت مظبوطوولو د چین د اقداماتو بنیادي برخه ده.

XS
SM
MD
LG