لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او چین د پوځیانو ترمنځ د کشیدګیو د مخنیوي خبرې بې نتیجې ختمې شوې


د هند او چین چارواکو نن ویلي چې د پولې په سر د کشیدګیو د مخنیوي دپاره د دواړو ملکونو د پوځي کمانډرانو ترمنځ خبرې بې نتیجې ختمې شوي دي. دا په دې معنا چې هند او چین به سږکال د ژمي په ساړه موسم کې یو ځل بیا د لداخ په سرحدي علاقو کې خپل عسکر ګوته په ماشه ساتي.

د هند دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې ګني ګټور پېشنهادونه یې په خبرو کې وړاندې کړل، مګر چین هغه ونه منل.

د چین د پوځ ویاند بیا ویلي چې هندي کمانډرانو نامعقول اوغیرحقیقي مطالبې کولې. د هند او چین پوځیانو تر دې وړاندې دوه میاشتې مخکې سره لیدلي و او دا آخري ځل یې پرون د اتوار/یکشنبې په ورځ سره وکتل چې خبرې یې هم بې نتیجې ختمې شوې.

د یو بل خبر له مخې، ځایي چارواکو ویلي چې د هند د کنټرول لاندې کشمیر کې نن د ګل/دوشنبې په ورځ له تندلارو سره سخته جګړه شوې چې په کې پنځه تنه هندي عسکر وژل شوي دي.

اې پي خبري ادارې د هند د پوځ د یو ترجمان له قوله رپوټ ورکړی چې پولیسو او عسکرو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د سورانکوټ په جنوبي علاقه کې یوه ځنګلي سیمه کلابنده کړه او چې کله هغو لټون پیل کړ نو تندلارو ورباندې ډېرې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو پوځي افسر او څلور عسکر پکې سخت زخمیان شول.

هندي چارواکو ویلي چې دا زخمیان هسپتال ته د رسېدو نه پس مړه شول. د هند د پوځ ویاند زیاته کړې ده چې د پېښې نه پس نور عسکر او پولیس هم سیمې ته لېږل شوي او جګړه لا هلته دوام لري.

تر اوسه کومې ډلې په کشمیر کې د دې نښتو په اړه کوم بیان ندی جاري کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG