لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هندوستان او چین ترمنځ په سرحد تاوتریخوالی بیا زیات شوی


هندي وزیراعظم نرندره مودي او چینايی صدر ژي جنپنګ

د همالیه په غرنۍ سیمه کې د چین او هندوستان په شریکه پوله تاوتریخوالی بیا زیات شوی او دواړو ملکونو په یو بل د ډزو الزامات لګولی دي. د دواړو ملکونو ترمنځ په سرحد د تاوجن صورتحال دا پنځمه میاشت ده.
د هندوستان پوخ په یو بیان کې د ډزو تردید وکړو او په چینايي پوځ یې "د راپاروونکو هلو ځلو" الزام ولګوولو خو د چین خارجه وزارت د هندوستان اقدام "سنجیده پوځي راپارونه" وبلله.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې ترمخه دواړو ملکونو په سیمه د وسلې په استعمال پابندي لګولي ده چې دا ډول یې د عسکرو ترمنځ د مسلح جګړې مخه ونیول شي. په سیمه کې په څه ځایونو کې د دواړو ملکونو عسکر د یو بل نه یوازې څو مېټره پرځايي شوي دي.

د چینايي او هندی عسکرو ترمنځ وروستی تاو تریخوالی د پانګونګ جهیل (ډنډ) په سیمه کې رپورټ شوی دی چېرته چې دواړه ملکونه په یو بل د سرحد نه د راپورې وتلوالزامات لګوي.

څو ورځې وړاندې د هند او چین د دفاع وزیرانو ویلي وو دواړه ملکونه سرحدي شخړه د هواروولو دپاره په یو چوکاټ متفق شوي دي.

د چین د خارجه وزارت ترجمان ژاو لیجیان د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ وویل هندي ځواکونه د لاین او کنټرول کرښې نه د چین غاړې ته راپورې وتي وو او د خبرداري ډزې یې وکړې.

لیجیان وویل چینايي عسکرو د حالاتو د ثبات په خاطر اقدامات وکړل خو نور وضاحت یې وه نکړو چې دغه اقدامات څه وو؟

د هندوستان پوځ په خپل بیان کې د دې خبرې تردید وکړو چې عسکر یې د چین غاړې ته نه دي پورې وتلي او نه یې هم لکه د ډزو په رنک څه جارحانه اقدام پورته کړی دی.

د هندوستاني پوځ په بیان کې وویل شو چې چینايي د هندي پوځ یو پوسټ په ګېره کې اخیستې و او په هوا کې یې یو څو ډزې وکړې خو هندي عسکرو د دغه ګام نه منع کړل. په بیان کې وویل شوو هندي عسکرو د ضبط نه کار واخیستلو. په بیان کې په چینايي عسکرو د دوه اړخیزه لوظنامو د خلاف ورزۍ الزام ولګول شو چې په داسې حال کې یې جارحانه اقدامات کړي دي چې په پوځي، سفارتي او سیاسي کچه د دواړو ملکونو ترمنځ رابطې دوام لري.

د چین د خارجه وزارت ترجمان وویل په تېرو ۴۵ کلونو کې دا لومړی ځل دی د چین او هندوستان په دغه سیمه کې په پوله ډزې وشوې. هغه وویل هندوستان باید خپلو سرحدي ځواکونو ته د نظم او ضبط تربیه وکړي.

د همالیه سیمه کې د چین او هندوستان ترمنځ د تاوتریخوالي ورستۍ پېښه د پانګګونګ ساو ډنډ په جنوبي غاړه رامنځته شوه چېرته چې هندي پوځ وايي تېره هفته یې چینايي ځواکونه د غر یوه سوکه د نیوولو نه منع کړل. هندوستان دغه سوکه خپل ملکیت ګڼي.

د همالیه په سیمه کې د چین او هندوستان ترمنځ په سرحد تاوتریخوالی د می د میاشت راهسې موجود دی او په جون کې هندوستان وویل ۲۰ عسکر یې د چینايي ځواکونو سره لاس په لاس جنګ کې وژل شوي دي. د دې وروسته په پوځي او سفارتي کچه د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې شوي خو څیړونکي وايي حالات اوس هم تاوجن دي.

XS
SM
MD
LG