لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په هند او چین غږ کړی چې په تاوتریخوالي کې دې د زغم نه دې کار واخلي


د دواړو ملکونو ترمنځ په دغه سیمه کې پوله هم د لاین اف کنټرول په نوم یادیږي. دغه کرښه د دواړو ملکونو د کال ۱۹۶۲ په جنګ کې د ډزبندۍ وروسته راښکل شوي ده
د دواړو ملکونو ترمنځ په دغه سیمه کې پوله هم د لاین اف کنټرول په نوم یادیږي. دغه کرښه د دواړو ملکونو د کال ۱۹۶۲ په جنګ کې د ډزبندۍ وروسته راښکل شوي ده

د همالیه په غرنۍ سیمه کې په سرحد د هندوستان او چین ترمنځ د جګړې وروسته، ملګرو ملتونو په دواړو ملکونو غږ کړی چې د صبر نه دې کار واخلي. د امریکې خارجه وزارت هم په دواړو ملکونو د برداشت نه د کار اخیستلو غږ کړی دی.

هندوستان ویلي د ګل، دوشنبې، په ورځ د هند او چین د سرحدي ځواکونو په نښته کې یې ۲۰ عسکر وژل شوي، ۱۷ زخمیان شوي او یو شمېر نور چین عسکرو نیولي دي. چین د هندوستان په دغه خبره رسمي دریځ نه دی ښکاره کړی.

په اېټمي وسله سنبال ګاونډي ملکونو ترمنځ په تېرو ۴۵ کلونو کې دا تر ټولو سنګینه سرحدي شخړه وه.

د ملګرو ملتونو ترجمانې اېري کنیکو وویل "مونږ په لاین اف اېچوول کنټرول د هندوستان او ترمنځ د تشدد او مرګونو په رپورټونو تشویش لروو...مونږ په مثبت انداز دا خبره په پام کې نیسو چې رپورټونه وايي دواړو ملکونو تاوتریخوالي د کموولو په لړ کې رابطې کړي دي."

د امریکې د خارجه دفتر یا سټیټ ډپارټمنټ یو چارواکي وویل امریکا د نژدې نه حالاتو ته کتنه کوي او د هندوستان او د چین ترمنځ د مسلې په پرامنه توګه د هواریدو غږ کوي. چارواکي وویل صدر ډانلډ ټرمپ دوه هفتې وړاندې د هندوستان وزیراعظم ندرندره مودي سره د پولې د شخړې په اړه په ټېلې فون خبرې کړي دي.

هندوستان ویلي د چین سره په نښته کې یې ۲۰ عسکر وژل شوي، ۱۷ زخمیان دي او یو شمیر نور عسکر یې نیول شوي هم دي.

خو چين د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو په هندي ځواکونو یې د پولې نه د راتېریدو او د جګړې راپاروولو الزام لګولی دی.

د چین پوځي ترجمان زانګ شولي وویل د هندوستان سرحدي عسکر دې د زغم نه کار واخلي، د پولې نه د راتېریدو او راپاروونکي ګامونه دې نه اخلي او چین سره د اختلافاتو ختمولو دپاره دې د مکالمې لاره اختیار کړي.

هندي چارواکي د چین دا خبره په مکمل توګه غلطه بولي چې جګړه هندي ځواکونو شروع کړه، او وايي چینايي عسکرو د هندوستان په خاوره عارضي پوسټ جوړ کړی و او کله چې هندي عسکر د تحقیقاتو دپاره ورغلل نو حمله پرې وشوه.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د ګل، دوشنبې، په ورځ په ګلوان وادۍ کې د هندي او چینیايي عسکرو ترمنځ جګړه کې ډزې نه وې شوي بلکې دواړو ملکونو پوځیانو يو بل په سوکونو، کاڼو او په اوسپنو ووهل.

هندوستان ګلوان وادي د یوې هوايي اډې سره تړلو دپاره سړګ جوړوي. دغه هوايي اډه د چین پولې سره ډیره نژدې ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د جګړې نه وړاندې د تېرو څو میاشتو راهسې د چین او هندوستان ترمنځ به پوله تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو ملکونو ترمنځ په دغه سیمه کې پوله هم د لاین اف کنټرول په نوم یادیږي. دغه کرښه د دواړو ملکونو د کال ۱۹۶۲ په جنګ کې د ډزبندۍ وروسته راښکل شوي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG