لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انساني حقونو تنظیمونه: چین د ویغور مسلمانانو د کلو نومونه بدلولو دلارې د ويغورو ثقافت ختموي


 په واشنګټن کې د چین سفارتخانې وي او ای ته په لیکل شوي بیان کې وویل د ویغور ثقافت په موثره توګه تحفظ کېږي او وده ورکول کېږي
په واشنګټن کې د چین سفارتخانې وي او ای ته په لیکل شوي بیان کې وویل د ویغور ثقافت په موثره توګه تحفظ کېږي او وده ورکول کېږي

د چین حکومت په سېنکیانګ صوبه کې په منظمه توګه د ويغورو د کلو هغه نومونه بدلوي چې ثقافتي اهمیت لري او داسې نومونه ورکوي چې د چین د کميونسټ پارټۍ د نظریاتو څرګندونه کوي. دا خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع شوي یو رپورټ کې شوې ده.

د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ او ویغور هېلپ نومې د ناروی د ويغورو تنظیم په مشترکه توګه دغه شایع کړی دی.

په رپورټ کې وېل شوي دي چې په سېنکیانګ کې قریباً د ۶۳۰ کلو د نومونو نه د مذهب، د ویغور تاریخ، ثقافت او د ویغور د دوتر نومې ساز سره تړل شوي او د مزار په شان علامتونه لرې کړی شوي دي.

ځينې څېړونکی وايي دا کېمپېن د بيجېنګ د هغه کوښښونو برخه ده چې د ویغور ثقافت او د مذهب د اظهار علامتونه لرې کول غواړي. د هیومن رایټس واچ د چین د چارو موقتي ډرېکټرې مایا وانګ وي او ای ته وویل دا په سېنکیانګ کې د ویغورو د سنګیونو زورونو برخه ده.

د رپورټ ترمخه، د چین حکومت د ویغورو د کلو نومو په ځای په عمومي توګه د خوشحالۍ، اتحاد او هم اهنګۍ په شان اصطلاحات استعمالوي.

رپورټ وايي د ویغورو د کلو نوي نومونه په مېنډرېن چینايي ژبه کې دي چې د چین د حکومت د خواهش سره سم د مثبت سوچ عکاسي کوي چې د چین حکومت غواړي چې ویغور يې هم خپل کړي.

وانګ وویل د کال ۲۰۱۷ راهسې داسې کوښښونه کېږي چې د ویغور ولس د اظهار دا پوښتنې ختمې کړی شي چې دوی څوک دي، تاریخ يې څه دی او د یو قوم په څېر ولې پېژندل کېږي. وانګ زیاته کړه چې ویغور مجبورول کېږي چې د بيجېنګ قوانین منلو ته غاړه کښېدي.

وانګ وویل که څوک په څه مختلفه عقیده عمل کوي نو د انتها پسند نوم ورکړی شي او د اوږدې مودي دپاره زندان ته ولېږل شي. هغې زیاته کړه چې دا د ویغور ثقافت حذف کولو د پراخه کوښښونو برخه ده.

رپورټ موندلي چې زیاتره هغه کلي چې نومونه يې بدل کړی شوي دي د ویغورو اکثریت لري او په اکسو، کاشغر او هوتان سیمو کې دي چې د سينکیانګ جنوبي علاقه ده.

د رپورټ د موندنو په جواب کې په واشنګټن کې د چین سفارتخانې وي او ای ته په لیکل شوي بیان کې وویل د ویغور ثقافت په موثره توګه تحفظ کېږي او وده ورکول کېږي.

د چین د سفارتخانې ترجمان (نې) ليو پېنګیو وویل په سېنکیانګ کې ویغور خپله ژبه استعمالولی شي او د سړک بورډونه زیاتره په مېنډرېن (چینايي) او ويغور ژبو کې لیکل شوي وي.

په کال ۲۰۲۲ کې د انساني حقونو په اړه د ملګرو ملتونو های کمېشنر په یو رپورټ کې د دې خبرې تعین وکړو چې د چین حکومت د ويغورو او د ترک نسل نورو اقلیتونو په ضد داسې سګینې خلاف ورزۍ کړې چې په ممکنه توګه د انسانیت خلاف جرمونه ګڼل کېدی شي.

د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه د کال ۲۰۱۷ راهسې بيجېنګ لږ تر لږه یو مېلین ویغور او د نورو اقلیتی مسلمانو قومونو غړي د بیا تعلیم په نوم په حراستي مرکزونو کې بندي کړي دي. چین دا الزامات ردوي او د کال ۲۰۱۹ په یو رپورټ کې يې وویل په کېمپونو کې ټولو ویغورو تعلیم مکمل او فارغ شوي دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG