لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین به پاکستان سره تجارت د ډالر پرځای په چینايي کرنسۍ یوان کې کوي


فواد چودهري وویل چین پاکستان سره د نور اقتصادي امداد ژمنه هم کړې ده چې تفصیل به یې عمران خان هېواد ته د ستنیدو وروسته خپله بیانوي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري ویلي چین به د پاکستان سر تجارت د ډالر پر ځای په چینايي کرنسۍ یوان کې کوي چې دا رنگ د پاکستان په اقتصادي مشکلاتو کې مرسته وکړي.

اقتصادي ماهرین او حکومتي چارواکي وايي د چین دا گام به د پاکستان د زرمبادله او د تجارت د خسارې په مد کې ډیر مدد وکړي. د چین سره د پاکستان د تجارت خساره ٨٧ فيصد ده او د پاکستان د زرمبادله ذخایر غورځېدلې دي.

فواد چودهري د گل، دوشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل په یوان کې د تجارت فېصله د چین هغه عملي گام دی چې غواړي د زرمبادله په مد کې د پاکستان کومک وکړي.

د اطلاعاتو وزیر وویل په یوان کې د تجارت دغه "تاریخي" لوظنامه د هغه معاهدو برخه ده چې د وزیراعظم عمران خان د چین د دورې په مهال د دواړو ملکونو ترمنځ لاس لیک شوې دي.

د چین او د پاکستان د دوه اړخیزه تجارت مالیت ١٥ ارب ډالر دی چې پکې ١٣ ارب ډالر پاکستان ته د چین صادرات شامل دي.

د پاکستان د زرمبادله ذخایر اته ارب ډالرو ته غورځېدلې دي. پاکستان د وړاندې اخیستل شويو قرضونو د بیرته ادایگۍ او د وارداتو یا امپورټس دپاره په بېړنۍ توگه ١٢ ارب ډالرو ته اړتیا لري.

د پاکستان مرکزي بېنک سټیټ ډپارټمنټ یوان په هېواد کې د هرقسم کاروبار دپاره منظور شوي خارجه کرنسۍ ټاکلې ده.

فواد چودهري وویل چین پاکستان سره د نور اقتصادي امداد ژمنه هم کړې ده چې تفصیل به یې عمران خان هېواد ته د ستنیدو وروسته خپله بیانوي.

رپورټونه وايي د چین په دغه مجوزه مالي پنگه کې درې ارب ډالر پاکستان ته د قرض په شکل کې او درې ارب ډالر د سي پېک په منصوبه کې د سرمایه کارۍ په شکل کې ورکړی کیږي.

چین پاکستان ته مالي امداد په داسې مهال وړاندې کوي چې امریکا د سي پېک په منصوبو تنقید کوي او د بې باورۍ څرگندونه کوي چې گنې د پاکستان د ادایگیو کې عدم توازن خپله هم د چین نه اخیستل شوي قرضي دي.

چین او پاکستان دواړه تدغه تنقيد ردوي.

سعودي عرب هم پاکستان سره د شپږ ارب ډالرو امداد لوظ کړی او مامورین وايي متحده عرب امارات هم لکه د سعودي عرب د پاکستان سره د امداد اراده لر‏ي.

عمران خان ویلي د دوست هېوادونو د امداد وروسته به پاکستان ته د ايي ایم اېف نه د قرض اخیستلو ضرورت نه وي.

د ايي اېم اېف د چاوراکو یوه ډله دا هفته اسلام اباد ته تلونکې ده چې پاکستان ته د قرض په اړه رسمي خبرې پېل کړي.

XS
SM
MD
LG