لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین او پاکستان: مونږ د بیالوجيکي وسلو کومه خفیه منصوبه نلرو


د چین د ووهان وایرولوجي انسټیټوټ

پاکستان او چین هغه رپوټونه جعلي او بې بنیاده بللي کوم چې وایي دغه دوه ملګري هېوادونه د عالمي معاهدو په سرغړونې سره، د بیالوجیکي وسلو د جوړولو دپاره په مشترک ډول لګیا دي خفیه څېړنې کوي.

د آسټرالیا کلاکسن نومي اخبار څو ورځې مخکې په یو تحقیقي رپوټ کې ویلي و چې اسلام آباد او بجینګ د درې کلونو دپاره یوه پټه معامله کړې ده چې له مخې یې خپل بیالوجیکي جنګي قابلیتونه زیات کړي، او په دې کې، د ورځپاڼې په حواله، د انټرکس زهرجنو موادو په اړه څو تحقیقي منصوبې هم ګني شاملې دي.

د کلاکسن اخبار په دې رپوټ کې د څو استخباراتي ‌ذرایعو له قوله دا هم ویل شوي چې د چین د واهان وایرولوجي انسټیټوټ، د دې مقصد دپاره، په پاکستان کې د خفیه لېباټریو د جوړلو دپاره ټول مالي وسایل او علمي مرسته هم برابره کړې ده. د رپوټ ترمخه، د ووهان وایرولوجي انسټیټوټ "د زهرجنو موادو د بدلولو او بایواينفارمټېکس" په برخو کې پاکستاني ساینسدانانو ته ښه زیات تعلیم هم ورکړی چې په دې سره پاکستان وکړی شي ځان ته د وایرسونو د ‌ذخېرې ډېټابېس جوړ کړي.

د پاکستان خارجه وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ بیان جاري کړ او ويې ویل: "دا یو جعلي او د سیاسي اړخه لمسوونکی رپوټ دی چې د مسخ شویو حقایقو او جعلیاتو نه جوړه شوې او له نامعلومو ذرایعو نقل شوې ده."

د پاکستان خارجه وزارت زیاته کړې، د هغه لېباټرۍ په اړه چې په رپوټ کې یې ‌ذکر شوی دی، "هېڅ شی پټ ندي" او هغه لېباټرۍ د صحت په برخه کې د راپورته کېدونکو خطرو، سروېلانس، او د بیماریو د خورېدو په اړه علمي څېړنې کوي.

په بیان کې دا هم راغلي چې پاکستان عالمي معاهدو ته کلک پابند دی او د ذکر شوې لېباټرۍ په هکله یې له هغو ملکونو سره چې د بیالوجیکي وسلو د کنوېنشن غړي دي، معلومات هم شریک کړي دي. دغه نړېواله معاهده، غړو هېوادونو ته دا اجازت نه ورکوي چې زهرجن بیالوجیکي مواد یا مرګوني مایکروبونه تولید او ذخیره کړي.

په پاکستان کې د چین سفارت هم د آسټرالیا د کلاکسن اخبار رپوټ "جعلي" بللی او هغه یي غندلی دی.

په اسلام آباد کې د چین سفارت د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپل ټوېټر ولیکل: "دا کاملأ غیرذمه دارانه او د ډېر بد نیت کار دی چې چین، او د چین او پاکستان تعلقات بدنامه کړي. چین د یو ذمه دار ملک په حیثیت سره همیش د بیالوجیکي وسلو د کنوېنشن په وړاندې خپلو فرائضو ته پابند پاته شوی دی."

پاکستان او چین له ډېرې مودې راهیسي په سیاسي، اقتصادي، او دفاعي برخو کې یو له بله نږدې تعلقات ساتلي دي. دغه دوه ملکونه چې ګاونډیان هم دي، په تېرو شپږو کلونو کې خپلې اړیکې مضبوطې کړي او چین په پاکستان کې په غټو منصوبو باندې زیاته سرمایه کاري هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG