لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین او پاکستان سرحدي تجارت د تېرې یوې میاشت راهېسې بند دی


د پاکستان او چین ترمنځ د خجراب پوله
د پاکستان او چین ترمنځ د خجراب پوله

د شمالي سیمې گلگت بلتستان د تاجرانو سازمان وايي، دغه احتجاج یې پاکستان ته له چین څخه د راتلونکو تجارتي توکو پر وخت کسټم یا مالیې نوې نظام معرفي کولو په سر روان کړی او د یوې میاشتې څخه د چین او پاکستان په پوله بندر باندې د سامانونو ډکې کنټېنرې د احتجاج په توگه درولې دي.

د گلگت بلتستان د چېمبرز اف کامرس عمومي سېکتر محسن رضا په وینا دغه احتجاج نه یواځې د چین څخه پاکستان ته د تجارتي توکو راوړونکو تجارانو دی بلکه د گلگت بلتستان تاجران هم دې کښې برخه لري.

محسن رضا وايي، تر هغې به یې احتجاج دوام ولري ترڅو چې د کسټم زوړ نظام بیا پرځای شوی نه وي.

تاجران د گمرک یا کسټم په انتظامیې تور لگوي چې د انټرنېټ له لارې کیدونکې نوې معرفي شوی نظام "وېب بېسډ ون کسټم" یا "وي باک" په اړه یې نه خپل مامورین روزلي، نه یې دې نظام کې د تاجرانو لپاره د اسانتیاوو ته کوم پام کړی.

د گلگت بلتستان د تاجرانو سازمان مشر محسن رضا وايي، دې نوې نظام له امله دوي ته تجارت کول گران شوېدي.

" مونږ به اول پاک چین سرحد ته خپل مال وړلو او دغلته له خرڅولو څخه وروسته به مو ځان سره هاغه ځای نه مال خپلې سیمې ته راوړلو د انټرنیټ دلارې کسټم نظام سره به زمونږ زوړ پروگرام ختم شي.

د محسن رضا ترمخه اوس به د چین نه هاغه سوداګر د مال راوړلو جوگه وي څوک چې وړاندې څخه د بېنک دلارې پیسې ولېږي، ولې د گلگټ بلتستان تاجران د پیسو لیږلو پرځای چین کې مال خرڅوي او بیا واپسې کې هاغه ځای نه مال راوړي.

د چین سنکیانک ایالت سره په پوله د گلگټ بلتستان سیمه د پاکستان قانون لاندې خپلواکي لري، د دې سیمې اوسیدونکو ته بغیر د ویزې چین ته په خصوصي اجازت نامې سفر کولو اجازت هم شته.

د پاکستان شمالي سیمې یو تاجر ناصر راکي وايي، په دې نوي نظام کښې له ټولو ستر کاروباري زیان د گلگټ بلتستان تاجرانو ته دی. د ده په وینا د دې نوې نظام له لاسه تقریبا تر ٣٠٠ پورې د سیمې تاجران د چین سنکیانک ایالت کې گېر شوېدي.

"د پاکستان حکومت که دې برخه کښې نرمي ونه ښودله نو تجارت خو وړاندې نه ولاړ دی، او مونږ به د ١٢مې نیټې نه په پوله احتجاجي پرلت هم وغزو. د یکم نیټې نه تجارت روان دی او دې نه اندازه کیږي چې څومره نقصان وشو".

د پاکستان د کسټم یا گمرک ادارې دا رقم نظام پاک افغان طورخم پوله باندې هم معرفي کړی و چې په نتیجه کښې یې د گلگت په څېر د دغې سیمې تاجرانو هم د کارمندانو په نظام د روزنې نشتوالي او د بجلۍ د ترسیل ناقصه نظام گیله کوله.

په تورخم تجارت کونکي تاجرانو د پاکستان د رسد سرکاري ادارې نېشنل لاجسټک سېل په پوله د اجاره داری قائمولو گیله هم لرله.

د چین او پاکستان ترمنځ د سوست په پوله د ډیسمبر میاشت نه واخله تر مارچ میاشتې پورې د خراب موسم له لاسه تجارت هڅې هم په ټپه ولاړ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG