لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان او چین په کشمېر او افغانستان خبرې کړي خو د وېغور مسلمانانو په اړه یې څه نه دي ویلي


د چین صدر شي جن پنگ او وزیراعظم عمران خان

چین ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان سفر سر ته په رسېدو دواړو ملکونو په مشترکه اعلامیه کې وویل د چین صدر شي جن پنگ او د نورو چینايي مامورینو سره عمران خان په افغانستان، کشمیر، ترهگرۍ او په اقتصادی همکارۍ خبرې وکړې خو په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې آیا دواړو ملکونو د چین په سنکیانگ صوبه کې د ویغور مسلمانانو په اړه هم څه بحث کړی او که نا؟

د وېغورو او د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه وايي چین د ویغورو د بنیادي انساني حقونو سرغړونه کوي، د لکونو په شمیره کې ویغور یې په بندي خانو کې بند کړي دي او بیجنگ د ویغورو اسلامي او ثقافتي شناخت د ختمولو کوښښونه کوي.

که څه هم چین دا خبره ردوي خو امریکې د ویغورو سره د چلند په سر د چین حکومت او د واکمن کمیونسټ پارټۍ په یو شمېر چارواکو د سفر پابندۍ لگولي او ٢٨ چینايي کمپنۍ یې په تور فهرت کې شاملې کړې دي.

چین د امریکايي اقداماتو په ځواب کې ویلي دا یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه ده.

چین ته د عمران خان د سفر په اړه د شورو، چهارشنبې، په ورځ شائع شوي د دواړو هېوادونو په مشترکه اعلامیه کې د سنکیانگ ذکر نه دی شوی خو بیان وویل چې عمران چینايي مامورینو ته ډاډ ورکړو چې د چین د بنیادي مفاداتو په ټولو مسلو به یې پاکستان په "کلکه" حمایت کوي.

د چین سنکیانگ د مسلمانانو د اکثریت صوبه ده چې پاکستان سره پوله لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ منصوبه، سي پېک، به هم د سنکیانگ دلارې چین او دپاکستان د یو بل سره نښلوي.

تېره میاشت عمران خان نه په نیویارک کې د کاونسل ان فارن ریلېشنز نومې څیړنې ادارې په غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان کولی شي چې د چین سره د خپل تعلق په بنیاد د بینجنگ نه غوښتنه وکړي چې د ویغور مسلمانانو سره په خپل چلند کې نرمي وکړي؟ نو عمران خان وویل "مونږ چین سره ډیر خاص تعلق لروو...او په داسې مسلو ورسره په شخصي توگه (په خفیه ډول) خبرې کوو...مونږ پرې عام بیانونه نه ورکوو."

چین ته د ورستۍ دورې په مهال عمران خان د چینايي مامورینو سره په سي پېک هم خبرې وکړې.

د پاکستان چین مشترکه اعلامیه کې وویل شو چې دواړو ملکونو ژمنه کړې د اقتصادي گټې ترلاسه کولو دپاره به د سي پېک منصوبې به زر تر زره سر ته رسولی شي.

په مشترکه اعلامیه کې وویل شو چې د افغانستان مسله پوځي حل نلري او دا چې د سیمې ثبات په افغانستان کې د امن سره تړلی دی. "دواړه خواوې دا دریځ لري چې د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو په ملکیت کې د امن بهیر" په هیواد کې امن او ثبات راوستلی شي.

XS
SM
MD
LG