لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین په خلا کې خپل پنځه کلن تجارتي، ساینسي پلانونه وټاکل


خلا پوهان اټکل کوي د چين هغه راکټ چې څه موده وړاندې يې خلا ته لېږلی و ممکن ده په څلورم مارچ په سپوږمۍ راپرېوځي چې دا په خلا کې د چين تازه موجودګي په ګوته کوي

د راکټ د ممکنه راپرېتلو خبر په داسې وخت کې راغلی چې چين د سيټېلايټ ترقياتي پلان اعلان کړی څنګه کولی شي په خلا کې ژورې پلټنې وکړي او نور نه نور خلک په مدار کې پاتې کړي.

څېړونکي او ماهرين هيله لري چې د دې حادثې باوجود به چين د پينځه کلن پلان د لارې تر ډېره هغه اهداف ترلاسه کړي چې د خلايي ترقۍ د نظام د پاره اعلان شوي دي.

ماهرين وايي د چين خلايي پروګرام د روس او امريکا د خلايي پروګرام په مقابله کې دی او په خاصه توګه دا منډه د خلا د کمرشل ټيکنالوجي په ميدان کې روانه ده.

د ټيل ګروپ مارکيټ اينلېسېز فرم د خلا پوهنې ډايرېکټر مارکو کيسرز وايي “په روانه مقابله کې چين په سنجيدګۍ اخستل پکار دي. امريکا د چين په رنګ ملکونو نه ډېره مخکې وه خو اوس د چين اقتصاد په تېزۍ ترقي کوي او په مقابله کې دی”.

چين خپل وړومبنی سيټېلايټ په کال 1970 کې خلا ته لېږلی او انسان يې په کال 2003 کې لېږلی چې د روس او امريکا نه وروستو دريم هېواد شو دا اعزاز يې ګټلی.

د چين خلايي جهاز په کال 2019 کې د سپوږمۍ په لرې پرته برخه کې تاريخي ناسته کړې وه او اوس ياد هېواد پلان لري چې روان کال خپل تيانګانګ سپيس سټيشن نور فراخه کړي.

چين د هغه نړيوال خلايي سټيشن بهر ساتلی شوی چې يورپ، امريکا، روس، کنېډا او جاپان په شريکه جوړ کړی ځکه چې امريکا ترې د خپل ملکي امنيت په حقله انديښمنه ده.

د چين سپيس پروګرام 2021 فرسپېکټيو تر مخه د راتلونکي پينځ کاله د پاره په پلان کې ده چې خلک د ساينسي تحقيق په غرض د اوږدې مودې د پاره په خلا کې پاتې کړي او په مارس لا مريخ سياره د مکمل تحقيق سره سره د جوپيټر سېسټم په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د پلان تفصيل ښايي د چين خلايي پروګرام د پرامن مقصدونو د پاره دی خو واشنګټن شکمن دی چې بيجينګ به دا پروګرام د پوځي چارو د پاره وکاروي.

مارکو کيسرز وايي د چين خلايي پروګرام ياد هېواد ته موقع ورکوي چې د سيټېلايټ په مارکيټ کولو او نوره نوې ټيکنالوجي کې د امريکا نه هم ډېر په تېزۍ مخکې لاړ شي او وايي داسې ښکاري د چين د خلايي پروګرام بجټ د ناسا نه هم په تېزۍ سره زياتيږي

د کارپوهانو په وينا د چين د خلايي پروګرام سره تړلی سېسټم په افريقه، ايشيا او لاطيني امريکا کې ځای په ځای دی. اسټريليا او جاپان د وړاندې نه د قدرتي افتونو په اړه معلومات د چيني نظام نه ترلاسه کوي.

چين او روس تېر کال په سېپټمبر کې تر څه حده صلاح شوي په سپوږمۍ د تحقيق د پاره يو شريک مرکز جوړ کړي.

په امريکا کې د چين سفير وي او ای ته ويلي:

“چين په ټوله نړۍ غږ کوي چې يو ځای کار وکړو او يوه داسې نړيواله ټولنه جوړه کړو چې شريک راتلونکی ولرو او د يو بل په مرسته داسې تبادېلې وکړو چې د برابرۍ، شريکو ګټو، پرامن مقصدونو او ګډه ترقي د پاره وي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG