لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین زمونږ یرغملې کورنۍ په زوره مرکو ته اړ باسي – امریکا کې اویغوریان


په امریکا کې مېشت اویغور فعالانې
په امریکا کې مېشت اویغور فعالانې

په امریکا کې مېشت اویغور مسلمانان وایي چې د چین حکومت د هغوی یرغمل شوې کورنۍ په زوره دې ته مجبوره کوي چې د هغوی په خوښه مرکې وکړي. دا خبره په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د چین حکومتي مېډیا په دې وروستیو کې یو شمېر جدا جدا ویډیوګانې خپرې کړې او هغو کې، په بجېنګ کې ځیني اویغور کورنۍ لیدل کیږي چې د خپل د بندیتوب خبرونه، هسې پروپګېنډه او دروغ ګڼي.

اوس د هماغو کورنیو یو شمېر رشته داران چې په امریکا کې دي، وایي چې د دوی د کورنۍ غړي په کلونو کلونو لادرکه و، او اوس د چین د سوشل میډیا د لارې راښکاره شوي او همدا راپیدا شوي کسان له چین نه دوی ته د حکومت په لمسون دا پیغام ورکوي چې په سینکیانګ کې د ایغور مسلمانانو په خلاف د حکومت د بدسلوک خبرې دې نه کوي.

په امریکا کې مېشته یوه اویغوره، سمیرا ایمین، وي او اې ته وویل چې د چاینا ډیلي په نوم رسنۍ د همدې میاشتې په سر کې په ټویټر باندې یوې ویډیو کې د هغه پلار ایمین جان سیدین وښود، حال دا چې ایمین جان د دوه کالو نه ډېر د چین د قیدیانو په کمپ کې لاردکه شوی و.

سمیرا زیاتوي چې پلار یې د (وي چټ) له لارې هم د هغې سره رابطه کړې ده، د خپل بندیتوب نه یې انکار کړی دی، او لور ته یې ویلي چې ګني هغه د چین مخالفینو لخوا دوکه شوې ده.

سمیرا ایمین وي او اې ته وویل چې پلار یې هغې ته دا سپارښتنه هم کړې چې په سوشل میډیا (ټویټر) باندې خپل پخواني پوسټونه ډیلیټ کړي او نور دې ټویټ نه کوي.

سمیرا ایمین ۲۷ کلنه ده او اوس د امریکا په باسټن ښار کې د طبي عملې په توګه کار کوي. هغې وي او اې ته وویل، یقیني ده چې په پلار باندې یې چینایي چارواکو زور راوړی چې له دې سره رابطه ونیسي او د اویغورو د حق د دفاع له کاره یې راوګرځوي.

همدا ډول شپږ دېرش کلن کوزات التای یو بل امریکا مېشته اویغور دی چې د سمیرا په شان قصه لري. هغه بیا وایي چې زوړ پلار یې دوه کاله لادرکه و، او پس له دوه کالو اوس په یوه ویډیو کې راڅرګند شوی چې د خپل زوی د اېکټویزم یا د حقونو د دفاع فعالیت غندي او زوی ته یې دا ګواښ کړی چې خپل حق به ور ونه بخښي.

کوزات التای وایي، اته شپیته کلن پلار یې محمد قدیر، په ویډیو کې داسې ښکارېده لکه چې نیم فلج وي، او بیان یې هم داسې ښکارېده چې بل چا ورته لیکلي وي.

د چین حکومت وایي په دې کمپونو کې خلکو ته تعلیم ورکول کیږي، خو مېنځ ته یې خبریالان نشي تللی
د چین حکومت وایي په دې کمپونو کې خلکو ته تعلیم ورکول کیږي، خو مېنځ ته یې خبریالان نشي تللی

کوزات التای په ۲۰۰۵ کال کې له چین ته وتښتید او امریکا ته راغی، چې د امریکا په ویرجنیا ایالت کې بیا د اویغور امریکاییانو د اېسوسیشن مشري کوي. هغه وایي په فروري ۲۰۱۸ کې یې پلار په یو وایس مسیج کې ورته خبر ورکړی و چې د چین پولیس هغه د سینکیانګ په اورومچي کې یو کېمپ ته بیایي.

اوس د هغه زوی، کوزات التای د چین حکومت ته ویلي چې که پلار یې رښتیا دا خبرې کوي، نو هغه دې راپرېږدي چې له چین نه راووځي او بهر په امریکا کې دې دا خبرې نړۍ ته تکرار کړي.

د بشري حقونو تنظیمونه وایي چې چین د ۲۰۱۶ کال له وروستیو نه راپدیخوا، د اویغور او نورو اقلیتو مسلمانانو پر خلاف، د سینکیانګ په سیمه کې د څارنې او جبري کېمپ کې ساتلو سیسټمیټیک مهم شروع کړی دی.

ملګرو ملتونو هم د سږکال په سر کې له چین نه وغوښتل هغې سیمې ته دې د نړېوالو څارونکو د تللو اجازت ورکړي په کوم کې چې باور کیږي شاوخوا یو میلین کسان په کمپونو کې قید دي.

د چین حکومت مګر د دې الزاماتو نه انکار کوي او وایي چې په سینکیانګ کې دوی یوازې داسې مرکزونه چلوي په کوم کې چې خلک د تعلیم په ذریعه بدلول کیدی شي او ورته کسب و روزګار هم ښودل کیدی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG