لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بندي خانو نه ازاد شوي د چین ویغور مسلمانان وايي په بندي خانو کې ورسره جنسي زیاتی شوی


چین د ویغورو بندي خانې د بیا تعلیم او د هنرونو د زدګړې مرکزونه بولي
چین د ویغورو بندي خانې د بیا تعلیم او د هنرونو د زدګړې مرکزونه بولي

د چین د سنکیانګ صوبې هغه ویغور چې د چین په بندي خانو کې یې وخت تېر کړی دی ویلي دي چې د تفتیش په مهال چینايي مامورین په بند کې ویغور په جنسي توګه ځوروي او په زور ورسره د عېني شاهدینو په مخکې جنسي فعل کوي.

په ۲۰۱۸ کې د سنکیانګ په کنیز کاونټۍ کې په بندي خانه کې پاتې شوي ۴۲ کلنې تورسنی ضیاودون وي او ای ته وویل هغه به په بند کې وهل کېدله، په جنسي توګه به ځورول کېدله او په اجتماعي توګه ورسره جنسي فعل هم شوی و.

د سنکیانګ په کاشغر ښار کې یوه بندی خانه
د سنکیانګ په کاشغر ښار کې یوه بندی خانه

مېرمن ضیاودون دا مهال د امریکې په ورجېنیا ریاست کې ژوند کوي. د وي او ای رپورټ وايي د انساني حقونو د نړیوالو تنظیمونو اندازه ده چې چین د ۲۰۱۷ راهسې د یو مېلین نه زیات کسان ویغور او نور ترک ژبه ویونکي د بندي خانو په کېمپونو کې ساتلي دي.

د چین د حکومت داخلي دستاوېزات چې افشا شوي دغه بندي خانې د تعلیم په زریعه د بدلون مرکزونه بلل شوي دي چې د "ذهنونو د وینځلو، د زړونو د صفا کولو دلارې ښه والی مضبوطوي او برايي لمنځه وړي" او بیا دغه مرکزونه د هنرونو د زدکړې مرکزونه بلل شوي چې هدف یې د ترهګرۍ او د مذهبي سخت دریځۍ مخه نیول دي.

د تورسنی ضیاودون قېصه لومړی د بي بي سي خبرې ادارې رپورټ کړې وه.

ضیاودون او د هغې خاوند چې په قام قزاق دی د سنکیانګ شهریان دي. په ۲۰۱۱ کې قزاقستان ته لاړل چې هلته یو کلینک پرانځي.

په ۲۰۱۶ چې ضیاودون او د هغې خاوند سنکیانګ ته بېرته لاړل نو پاسپورټونه یې ضبط شول او د ۲۰۱۷ د اپرېل په میاشت کې ضیاودون قزاقستان ته د سفر په سر د "بیا تعلیم" دپاره بندي خانې ته ولېږل شوه. قزاقستان په ۲۶ هغو ملکونو کې دی چې چین حساس ټاکلي دي.

څو هفتې وروسته ضیاودون د کېمپ نه ازاده کړی شوه او د کال ۲۰۱۷ د جون په میاشت کې پولیس د هغې د خاوند پاسپورټ بېرته ورکړو او هغه ته یې د دوو میاشتو دپاره قزاقستان ته د سفر اجازت ورکړو خو هغه یې د دې ضمانت په توګه په سنکیانګ کې وساتله چې خاوند به یې بېرته سنکیانګ ته راځي او په قزاقستان کې به د چین خلاف هلو ځلو کې برخه نه اخلي.

د ضیاودون خاوند د چینايي مامورینو د غوښتنې برعکس سنکیانګ ته بېرته نه لاړو او په کال ۲۰۱۸ کې چینايی مامورین ضاودون بیا ونیوله چېرته چې هغه وايي په هغې او په نورو زندانیانو "د انتهايی بربریت او غېر انساني جنسي زور زياتي وشول."

ویغور مېرمنې په ترکي کې په مظاهره کې شرکت کوي
ویغور مېرمنې په ترکي کې په مظاهره کې شرکت کوي

ضاودون وي او ای ته وویل په څلورو مختلفو موقعو هغه د تفتیش دپاره بوتلل شوه چېرته چې هغه وايي د هغې خاص اندامونو ته د بجلې شاټونه ورکړی شول او اجتماعي جنسي فعل ورسره وشو. هغې وویل د هغې سره په بند کې ځینې نورې ښځې د تفتیش نه وروسته بېرته نه راغلې او کومې چې ستنې شوي وي ورته وېل شوي وو چې خولې دې بندې وساتي ګني نو د سختو حالاتو سره به مخامخ کړی شي.

د کال ۲۰۱۸ د ډسمبر په میاشت کې ضاودون ازاده کړی شوه. هغه وايي چینايی مامورینو ځکه ازاده کړه چې خاوند یې په قزاقسان کې د هغې د ازادۍ دپاره کوښښونه کول.

تېر کال امریکې ضاودون او د هغې خاوند ته امریکې ته د راتګ اجازت ورکړو. د چین د خارجه وزارت ترجمانې تېره هفته د جنسي زرو زیاتې دعوې بې بنیاده وبللې. د امرېکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ترجمانې تېره هفته په یو بیان کې وویل د چین په بندي خانو کې د اجتماعي جنسي زیاتی او په جنسي توګه د ویغورو د ځورونې رپورټونه د تشویش وړ دي.

د ویغورو د حقونو فعالان وايي د چین په بندي خانو کې په جنسي توګه د مېرمنو د ځورول کېدو خبرونه څه نوي نه دي او دا چې د مېرمنو ترڅنګ د چین په بندي خانو کې د سړو هم جنسي زیاتي رپورټونه مخې ته راغلي دي.

تړلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG