د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي چین په سنکیانگ کې د ویغور مسلمانانو د انساني حقونو خلاف ورزي کوي او د ادارې یو چارواکي په پاکستان، افغانستان او د اسلامي هېوادونو تنظیم او ايي سي باندې غږ وکړی چې د بیجنگ سره دې د ویغورو په مسله خبرې وکړي.
هیومن رایټس واچ د ١١٧ پاڼو په خپل رپورټ کې وویل د ویغورو د حقونو د خلاف ورزۍ دپاره په پراخه او په منظمه کچه کوښښونه دوام لري. ایچ ار ډبلیو دغه رپورټ د گل، دوشنبې، په ورځ مطبوعاتو ته جاري کړو.
د ایچ ار ډبلیو رپورټ د یوشمیر خلکو سره په مرکو او په هغه دستاویزاتو بنیاد لري چې پکې د ایچ ار ډبلیو په قول ویغور مسلمانانو ته په زور د سیاسي تعلیم د ورکیدو، د ویغورو د اجتماعي سزاگانو او په ویغورو د شخصي او مذهبي قدغنونو او د هغوی د څارنې ذکر شوی دی.
چین د کال ٢٠١۴ راهسې د مذهبي تندورۍ خلاف اقدامات پېل کړې دي خو دا خبره ردوي چې د ویغورو دپاره یې زندانونه جوړ کړې دي. چین وايي د ویغورو د تعلیم او د تربيي دپاره یې مرکزونه قایم کړې دي چې دانگ د ویغورو بیا رغونه او په ټولنه کې د هغوی د ورشاملولو دنده هدف ترلاسه کړی شي.
د ایشیا دپاره د ایچ ار ډبلیو مشر بریډ ایډمز د وي او ای خبریال وېکټر بېټي ته وویل مسلمان هېوادونو ته پکار دي چې لکه د میانمار د روهینگا مسلمانو په رنگ د ویغورو مسله دې هم راپورته کړي.
په دې لړ کې اېډمز وویل د ملگرو ملتونو ترڅنگ د چین گاونډي هېوادونه پاکستان او افغانستان او د اسلامی هېوادونو تنظیم او ايی سي دې د ویغورو په اړه د چین سره خبرې وکړي. هغه وویل اسلامي هېوادونه دې د ویغورو په اړه هم هغه رنگ تشویش څرگند کړي کوم یې چې د ورهینگا مسلمانانو په اړه څرگند کړی و.