د امريکې د هالي ووډ نوی فلم "مولان" د ويغور مسلمانانو د پاره کارکونکي مبارزينو او د بشري حقونو د تنظيمونو لخوا د نيوکو لاندې دی.
دغه فلم چې نزدې دويشت کاله وړاندې په کال ۱۹۹۸ م کې په لومړي ځل خور شوی وو او دغه يو کارټوني فلم وو چې مولان نومې چينۍ مېرمن پکې د ځان نه سړی جوړ کړی وي او د چين په پوځ کې کارکوي.
خو دا ځل مولان کارټوني فلم نه دی بلکه ژوندي کردارونه لري چې زياتره برخې يې د چين په سينکيانک صوبه کې رېکارډ شوي چرته رپوټونه وايي د چين حکومت د وي غر مسلمانانو په ضد د تشدد د تورونو سره مخ دی
د بشري حقونو ډلې او د وي غر د مسلمانانو فعالين وايي مولان فلم چې د سينکيانک په کومو سيمو کې جوړ شوی دغلته د وي غر د مسلمانانو د زورولو دپاره حراستي مرکزونه دي.
په واشنګټن کې د وي غر د سيمې وکيله رېحان است چې ورور اېکپار است، يې د چين د حکوم لخوا نيول شوی په مولان فلم د نيوکو په وخت وي او ای ته ويلي زما په اند د وي غر مېرمنې اصلي مولان مېرمنې دي څوک چې د خپلو لادرکه کړل شوو روڼو،پلارانو او خپلوانو په لټون کې هلې ځلې کوي.
مېرمن رېحان وايي د ډزني فلم کمپنۍ لخوا دغه ډول کارونه په حقيقت کې د چين د حکومت مرسته ده څوک چې په وي غرمسلمانانو تشدد کوي،
نوموړې وايې ډېزني فلم کمپنۍ په خپل فلم مولان کې د مېرمنو لوي څرګنده کړې خو د چين د حکومت په مرسته يې يوډول منافقت نه کار اخستی څوک چې د مېرمنو او د وي غر د خلکو سره زور زياتی کوي.
د ستمبر په څلورمه د امريکې په ډېزني + چېنل باندې د خورېدو سره سم د مولان فلم په ضد په سياسي کچه هم تاؤ تريخوالی راپورته شوی اوپه ټوېټر د دغې فلم نه د بايې کاټ د غوښتنو ټرېنډ هم چلېدلی.
په امريکا کې سېنټر جاش هالي د ډېزني کمپنۍ مشر باب چېپک ته په يو خط کې ليکلي په مولان فلم د چين لخوا د ويغر مسلمانانو سره روان تشدد نه پام اړول شوی.
د ډېزني سي اي او باب چېپک منلې چې مولان فلم سياسي کړکېچ راپورته کړی خو نور يي څه نه دي ويلي.
د چين د خارجه وزارت وياند ژاؤ لېژيان د جمې په ورځ ويلي دا يوه عامه خبره ده چې ډېزني ته په مرستو ورکولو هغوي د چين د حکومت مننه کړې، نوموړي په دغه فلم کې کارکونکې ليو اي فايي ستاېنه هم کړې او هغې ته يې د چين اصلي لور ويلي.
په چين نيوکې کېږي چې د سينکيانک په سيمه کې ېې د وي غر مسلمانانو د زورولو د پاره حراستي مرکزونه جوړ کړي خو چين وايي دغه تربيتي کېمپونه دي چې د چين حکومت يې د ترهګرۍ او تندروۍ په ضد کاروي.
چارواکي او د بشري حقونو ډلې د امريکې په فلم انډسټري هالي ووډ باندې د چين په زياتېدونکي اثر اندېښمن دي
رپوټه وايي د امريکې وروسته چين په نړۍ کې د هالي ووډ د فلمونو د پاره په دويم نمبر لوي مارکېټ دی او تېر کال هم امريکايي فلمونو په چين کې نزدې درې کربه ډالرې کاروبار کړی وو.