لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويغورو سره د بد سلوکۍ په سر امریکې د چين ۲۸ کمپنۍ تور نوملړ ته اچولي


امریکې په چين کې د ويغور مسلمان لږکيو د حقونو د سرغړونو د پېښو مخې ته راتلو وروسته د چين ۲۸ کمپنۍ (شرکتونه) تور نوملړ ته اچولي دي.

ای اېف پي خبري ادارې ویلي د امريکې د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې په ورځ د چين د کمپنيانو تور نوملړ ته د اچولو اعلان کړی دی.

د امریکا د اعلان وروسته دا کمپنۍ نه شي کولی چې د مرکزي حکومت د منظورۍ پرته د امریکايي کمپنيانو سره لېن دېن وکړي.

د خزانې وزير ولبور روز ويلي امریکا په چين کې نه خو په لږکيو وحشي تشدد زغملی شي او نه به يې وزغمي.

ويل شوي امریکا د چين دا کمپنۍ په داسې وخت کې تور فهرست ته اچولي چې روانه اوونۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بيرته په ځای کېدو دپاره خبرې پېل کيږي.

سپينې ماڼۍ د ګل په ورځ ويلي د امریکا او چين ترمنځ خبرې د زيارت، پنجشنبې په ورځ پېل کيږي.

د دواړو هېوادونو يو بل سره د سوداګرۍ په سر تریخوالی وروسته له هغې رامنځته شوی کله چې دواړو هېوادونو د يو بل په توکيو ټېکسونه سېوا کړي دي.

په چين باندې تور دی چې په خپله صوبه سنکیانګ کې يې لس لاکه لږکۍ ويغور مسلمانان په کېمپونو کې ساتلي دي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې په مهال د امریې د بهرنيو چارو د وزارت په ويغور مسلمانانو د ظلمونو پرضد يوه غونډه هم راجوړه کړې وه.

په ياده غونډه کې امريکايي استازي په چین تور لګولی چې د چين حکومت مسلمانان نمونځ کولو او قران لوستلو ته نه پرېږدي او هلته يې ډېر جماتونه وران کړي دي.

امریکايي استازي ویلي د چين کميونسټ پارټي د يوې منصوبې لاندې مسلمان لږکۍ مذهبي ازادۍ ته نه پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG