لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ماهرین: د لوی سمندري پوځ په سبب چین په نورو اېشیايي ملکونو بری ترلاسه کړی


تایوان او د سیمې نور ملکونه د چین په مقابل کې د امریکې په ملاتړ انحصار کوي. تېر کال امریکې ساوت چاینا سي یا د جنوبي چین سمندر ته ۱۰ ځله خپل سمندري جنګي جهازونه ولېږل چې چین ته خبرداری ورکړي. د دې نه علاوه امریکا تایوان ته وسله ورکوي او د فېلېپینز ځواکونه تربیه کوي

د چین د سمندري پوځ طاقت د امریکې نه هم زیات شوی دی او ماهرین وايي د دې له امله په سمندر کې د سرحدونو په شخړو کې چین د نورو ملکونو په مقابل کې بری ترلاسه کړی دی.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنګان، د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې کانګرس ته په خپل یو رپورټ کې وویل چې د تعداد په لحاظ د چین سمندري پوځ د دنیا تر ټولو لوی دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې ترمخه پېنټګان کانګرس ته خپل کلیز رپورټ کې وویل د چین پيپلز لېبرېشن ارمي نېوي یو جدید قوت دی چې په اسانۍ ګڼ شمېر کارونه ترسره کولی شي چې پکې جدید جنګي کردارونه هم شامل دي.

په اېشیا پېسېفېک سیمه کې څیړونکي وايي چین تر اوسه پورې د جنګ او د جنګ په مېدان د زیان نه ځان ساتلی دی خو د سمندري پوځ د لویوالي له امله یې د اېشیا نورو ملکونو سره په خبرو کې برتري ترلاسه کړې ده.

د اسټرېلیا د سټرېټیجک پالېسي انسټېټیوټ څېړونکی مېلکم ډېوس وايي د لوی سمندري پوځ په سبب چین دا توان لري د نورو ملکونو سره مذاکراتو کې په هغوی خپلې غوښتنې ومني.

د ساوت چاینا سي یا د جنوبي چین د سمندر په سیمه کې پنځه ملکونه د چین سره اختلافات لري او غواړي چې په دې اړه دې د کار یوه ضابطه لاس لیک کړی شي چې دا ډول د څه حادثې مخه ونیول شي. چین د مشرقي چاینا سي یا سمندر په ځینو برخو د چین او تایوان سره سرحدي شخړي او خپله په تایوان د ملکیت دعوه لري.

کانګرس ته خپل رپورټ کې پېنټکان وویل چین په خپل سمندري قوت کې د نویو او جدیدو سمندري جهازونو د جوړولو دلارې اضافه کړې او د چین په سمندري پوځ کې دا وخت ابدوزونه او جنګي بېړې شاملې دي چې جدیده وسله استعمالولی شي.

د برطانيي د انټرنېشنل انسټېټېیوټ اف سټرېټېجک سډیز وايي په کال ۲۰۱۲ کې چین ۵۱۲ سمندري جهازونه لرل خو د ګلوبل فایر پاور نومې اداره وايي چین اوس ۷۷۷ سمندري جهازون لري. امریکا ۴۹۰ اثاثې لري.

برونای، ملېشیا، فېلپینز، تایوان او وېت نام د ساوت چاینا سي په ځینو برخو د ملکیت دعوې لري. د چین او وېت نښتې هم شوي دي او د وېت نام مامورین په باقاعده ډول په خپلې فضايی سرحد کې د چین جنګې الوتکو پروازونه سهي کوي.

چین وايي د ساوت چاینا سي د درې اشاریه پنځه مېلین کلومېټر علاقې ۹۰ فیصد برخه یې ملکیت دی او په دې اړه پخواني دستاوېزات هم لري. چین د سمندر په ځینو وړو جزیرو کې پوځي تنصیبات هم جوړ کړي دي چې د ملکیت نور دعوېدار ملکونه په قهر کړي.

تایوان او د سیمې نور ملکونه د چین په مقابل کې د امریکې په ملاتړ انحصار کوي. تېر کال امریکې ساوت چاینا سي یا د جنوبي چین سمندر ته ۱۰ ځله خپل سمندري جنګي جهازونه ولېږل چې چین ته خبرداری ورکړي. د دې نه علاوه امریکا تایوان ته وسله ورکوي او د فېلېپینز ځواکونه تربیه کوي.

XS
SM
MD
LG