لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وايي شهریان یې په امریکا کې پولیس ویروي او د جرمونو ښکار کیږي


د چین د تعلیم وزارت ویلي د چین طالب علمانو او دانشورانو باندې امریکې د ویزو سختۍ لگولي دي چې پکې په ویزو کې ځنډ او یا د ویزو د نه ورکولو غوندې گامونه شامل دي
د چین د تعلیم وزارت ویلي د چین طالب علمانو او دانشورانو باندې امریکې د ویزو سختۍ لگولي دي چې پکې په ویزو کې ځنډ او یا د ویزو د نه ورکولو غوندې گامونه شامل دي

چین خپلو شهریانو ته ویلي د امریکې د سفر په مهال یې امریکايي پولیس ویرولی شي او یا په امریکې پرې مجرمانه حملې کیدلی شي.

د چین خارجه وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د امریکې قانون عملي کونکي ادارې چینايي شهریان د امریکې د سفر په مهال په وار وار ویروي، امریکې ته په داخلېدو ترې تفتیش کیږي، امریکايي چارواکي د چینیانو د استوگنې ځایونو ته ورځي او په نورو طریقو چینیان تنگول کیږي.

وزارت په چینیانو غږ وکړو چې د خپل تحفظ په اړه دې بېدار وسي او په مناسب ډول دې دغو امریکايي طریقو ته ځواب وايي.

بلخوا، د چین د سیاحت او ثقافت وزارت د چینايي شهریانو دپاره په سفري هدایاتو کې خبرداری کړی چې په امریکا کې د ډزو پېښې، غلاگانې او شوکې ډیرې شوې دي.

چین امریکې ته تلونکو چینايي شهریانو دپاره دغه خبردارې په داسې حال کې هم جاري کړی دی چې د چین د تعلیم وزارت ویلي د چین طالب علمانو او دانشورانو باندې امریکې د ویزو سختۍ لگولي دي چې پکې په ویزو کې ځنډ او یا د ویزو د نه ورکولو غوندې گامونه شامل دي.

امریکا او چین دا وخت په تجارتي جنگ کې ښکیل دي. دواړو هېوادونو د یو بل په ضد د اربونو ډالرو ټېکسونه لگولې دي او صدر ټرمپ په امریکايي کمپنو پابندي لگولې ده چې د چین د ټېکنالوجۍ کمپنۍ هواوی سره دې لېن دېن نه کوي. امریکا وايي د هواوی الات د چین حکومت په امریکا کې د جاسوسۍ دپاره استعمالولی شي.

هواوی دا خبرې ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG