لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس له کومه راپیدا شو؟ امریکا وایي په دې اړه شواهد شته


د چین په سرښار بجینګ کې یوه څیړنیزه لیباټري
د چین په سرښار بجینګ کې یوه څیړنیزه لیباټري

کروناوایرس چې اولې پېښې یې په چین کې راښکاره شوې، اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی، په میلینونه کسان یې مریضان کړي او په لکهاوو یې وژلي دي. خو تر اوسه دا پوښتنه په ځای پاته ده چې دا وایرس په چین کې څنګه راپیدا شو؟ چا جوړ کړ او که د کوم حیوان له وجود نه انسان ته انتقال شو؟

د امریکا د خارجه چارو وزیر مایک پامپیو د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل "بیخي ډېر شواهد" شته چي څرګندوي کروناوایرس (کویډ-۱۹) د چین د ووهان ښار د یوې لېباټرۍ نه راپیدا شوی دی، او هسې چې فکر کیږي، د کوم بازار نه ندی پیدا شوی.

مګر کله چې له پامپیو وپوښتل شول چې کویډ-۱۹ په قصدي توګه او که په خطا کې له چینایي لېباټرۍ نه بهر خپور شوی، نو هغه د جواب ورکولو نه ډډه وکړه.

د امریکا استخباراتي چارواکو تېره هفته وویل، دوی اوس پلټنه کوي چې آیا کویډ-۱۹ په اوله کې له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوی او که د چین د ووهان ښار د وایرولوژي انسټیټوټ نه په اتفاقي ډول بهر خپور شوی دی.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو بیا د اې بي سي نیوز په یو پروګرام کې وویل: "هېر مو نشي چې چین پخوا هم نړۍ په وبا لړلې وه، او هغوی د غیرمعیاري لیباټریو د چلولو یوه تاریخچه لري. دا ړومبی ځل ندی چې مونږ د چین په یوې لیباټرۍ کې د ناکامیو په نتیجه کې په نړۍ کې د وبا خپرېدل ګورو."

پامپیو زیاته کړه چې "په ډېره کچه دا یقین" شته چي کویډ-۱۹ یا کروناوایرس د چین د ووهان له لیباټرۍ نه راوتلی دی، چې هلته په حیواناتو کې د دې وایرس په شتون څېړنې کېدلې. داسې بیخي ډېر شواهد شته چې کروناوایرس وبا له هماغه ځایه راپیدا شوې ده."

خو د دې تر څنګ، د امریکا خارجه وزیر دا هم وویل چې د امریکا د استخباراتو په دې معلوماتو کې هم کوم شک نه لیدل کیږي چې کروناوایرس د بشر په لاس ندی جوړ شوی او یا په قصدي توګه د بشر په لاس خلق شوی ندی.

مگر پامپیو چین په دې ملامت وګرځاوه چې ګني د کویډ-۱۹ یا همدې کروناوایرس د راپیدا کېدو په اړه یې نړۍ په ځنډ خبره کړله. هغه وویل چې که چین دا کوشش نه و کړی چې معلومات پټ کړي، نو په ټوله دنیا کې به د کروناوایرس د وبا له امله دومره ګڼ شمېر کسان نه مریضان او یا نه مړه کېدل. اوس دستي په ټوله نړۍ کې د کروناوایرس د تایید شويو کېسونو شمېر نږدې درې نیم میلینه او له امله یې د مرګونو شمېر، قریب دوه نیم لکه ښودل شوی دی.

د امریکا خارجه وزیر همدا راز وویل چي چین، امریکایي او عالمي ساینسپوهانو ته دا اجازت ندی ورکړی چې ووهان لیباټري ته ولاړ شي او نه یې هم هغوی ته د کروناوایرس د هغې اصلي بڼې کوم سمپل ورکړی دی.

مایک پامپیو دا هم وویل چې د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ خپل دریځ ډېر واضحه کړی دی او هغه دا چې "مونږ به له هغوی سره حساب و کتاب وکړو او هغوی به ذمه وار وګرځوو. مونږ به دا کار د خپلې خوښې وخت کې وکړو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG