لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین خپلو وګړو ته په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو خبرداری ورکړ


چین وايي په پاکستان کې یې خپلو وګړو ته ویلي چې بیداره اوسي ځکه دوي ته داسې استخباراتي راپورونه رسېدلي چې ښايي په چینایانو باندې په پاکستان کې بریدونه وشي.

په اسلام اباد کې د چین سفارت د جمعې په ورځ په خپلې ویب پاڼې باندې لیکلي دي چې دوی ته په چینايي ادارو او وګړو باندې د ممکنه بریدونو په اړه معلومات رسېدلي دي.

په دغه بیان کې په پاکستان کې له ټولو چینایانو څخه غوښتل شویدي چې بهر دې نه وځي او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته دې نه ورځي.

پدې اړه د پاکستان د پوځي چارو څېړونکي متقاعد جنرال طلعت مسعود وي او اې ډیوه ته وویل:

(په پاکستان کې خلک او امنیتي چارواکي د بیت المقدس په مسلې باندې بوخت دي نو کېدای شي دې موقع نه په ګټې اخیستنې سره د پاکستان دوښمنان چینایان په نښه کړي. چینایان که له پدې اړه اندېښنه لري نو دا یې حق دی او حکومت باید د دوي امنیت خوندي کړي.)

نوموړي وړاندې وویل، ډیر خلک د پاکستان مخالف دي او یا د پاکستان او چین ترمنځ دهمکاریو مخالف دي، دوی سي پیک هم نه غواړي او ددغې پروژې په وړاندې خنډونه جوړوي نو ځکه ښايي د چینایانو امنیت هم وګواښي.

په چینایانو باندې پدې وروستیو کلونو کې په سیمه کې د دوی د پراخېدونکي رول له امله بریدونه زیات شویدي.

داعش ډلې په جون میاشت کې ویلي وه چې د پاکستان په کویټه کې یې دوه چینايي ښونکي له تښتولو وروسته وژلي دي.

چین په پاکستان کې خورا زیاته پانګونه کړېده او په زرګونو چینایان په پاکستان کې د ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د سي پیک په پروژې باندې کار کوي.

XS
SM
MD
LG