لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین: د ټرمپ لخوا د ګمرکي تعارفو یا ټکسونو پلان به ناوړه اغیزې ولري


چین خبرداری ورکړ، که چېرې ولسمشر ډانلډ ټرمپ امریکا ته په وارداتي فولادو او المونیمو باندې د ګمرکي تعرفو (ټکسونو) د لوړولو پلان عملي کړي نو دا به په نړیوالې سوداګرۍ باندې ناوړه اغیز ولري.

ښاغلي ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې په روانه اونۍ کې به په وارداتي فولادو (سټیلو) باندې ۲۵ فیصده او المونیمو باندې ۱۰ فیصده ګمرکي ټکسونه لګوي.

د چین د سوداګرۍ د وزارت یو چارواکي وینګ هیون د جمعې په ورځ ناوخته په یو بیان کې ویلي، دغه ټکسونه به د نړیوالې سوداګرۍ د ادارې لخوا د سوداګرۍ په برخه کې رامنځته شویو لاروچارو ته سخت زیان ورسوي او له شک پرته به په نړیوالې سوداګرۍ باندې ډیره ناوړه اغیز ولري.

چینايي چارواکو وړاندې ویلي که د امریکا لخوا د وروستیو تګلارو سره د چین ګټو ته زیان ورسیږي نو دوی به له نورو زیانمنو هېوادونو سره په داسې لارو چارو باندې غور وکړي چې له خپل ځان څخه پرې دفاع وکړي او خپلې ګټې خوندي وساتي.

په ورته وخت کې د کاناډا وزیر اعظم جسټن ټروډو ویلي، د فولادو او المونیمو په وارداتو باندې د ولسمشر ټرمپ لخوا د ټکسونو د لګولو پرېکړه دوی ته هېڅ د منلو وړ نه ده. ښاغلي ټروډو د جمعې په ورځ وویل، دی چمتو دی چې د کاناډا صنعت وژغوري.

اخوا اروپايي ټولنې هم د ټرمپ لخوا ددغه نوي پلان په اړه سخت غبرګون ښودلی.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر ژن کلاد یونکر خبرداری ورکړی چې اروپايي ټولنه هم کولای شي په امریکايي توکو باندې په ورته توګه ټکسونه ولګوي.

دوي د بیلګې په توګه د امریکايي هارلي ډیویډسن موټر سایکلونو، جینز پتلونونو او امریکايي ویسکي څخه یادونه وکړه چې پرې دوی هم ټکس زیاتولی شي.

ښاغلي ینکر په جرمني کې رسنیو ته وویل، چې د سوداګریزې جګړې کلیمه دده نه ده خوښه خو وایي چې دې ته نو څنګه سوداګریزه جګړه و نه ویل شي. ټرمپ ددې خبرې په غبرګون کې په یو ټویټ کې ویلي دي، چې سوداګریزې جګړې ښې وي او په اسانه ګټل کېدای شي.

د سوداګرۍ د نړیوالې ادارې مشر رابرټو ازیوېدو بیا په نرمه ځواب ورکړی چې په سوداګریزه جګړه کې د هېچا ګټه نشته.

د اسعارو مارکېټ هم ددې خبر له اغیزې لیرې نه دی پاتې شوی. د امریکايي ډالرو ارزښت د اکثرو غټو اسعارو په وړاندې ښکته شوی.

امریکايي ډالر د ین په مقابل کې دومره کم شوی چې په تېرو دوو کلونو کې ساری نه لري او همدارنګه یورو د ډالر په وړاندې نیم فیصد لوړه شوېده.

دې ته ورته ورسره د ونډو بازار (سټاک مارکېټ) هم د څلورم پرلپسې ځل لپاره ښکته شوی.

خو ټرمپ د جمعې په ورځ د ټکسونو د زیاتېدو له پلان څخه دفاع وکړه او وویل چې داسې مهمې سوداګریزې شخړې د امریکا په ګټه دي.

XS
SM
MD
LG