لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين : بمي چاؤدنه کې ۳۱ کسان وژل شوي ، ۹۰ ژوبل


د چين د اولسي امنيت وزارت دغه بريد د ترهگرۍ سنگينه پېښه گرځولې ده .
د چين د اولسي امنيت وزارت دغه بريد د ترهگرۍ سنگينه پېښه گرځولې ده .

د چين په شمال غربي سيمه سنکيانگ صوبه کې د زيارت په ورځ يو مارکيټ کې بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي ، او ۹۰ نور ژوبل شوي دي .
د چين د سرکاري خبري ايجنسۍ ژنوا ترمخه دغه بمي بريد د اورومچي د گڼې گوڼې په بازار کی شوی ، او ۹۰ کسان پکې ژوبل شوي دي .
د سنکيانگ ځايي چارواکو يو بيان کې وئيلي چې نن د زيارت په ورځ سحر د اورومچي په ښار کې د ترهگرۍ دغه خونړۍ پېښه رامنځته شوې ده .
د پېښې عينې شاهدينو وئيلي په دوه گاډو کې حمله کوؤنکې راغلي ، او چاؤديدونکي مواد يې ويشتي ، او چاؤدنې يې کړي دي .
د چين د اولسي امنيت وزارت دغه بريد د ترهگرۍ سنگينه پېښه گرځولې ده .
يو بيان کې د وزارت لخوا وئيل شوي ، چې د چاؤدنې په ترڅ کې په غټه کچه زاني زيان اوختی ، او د ځايي امنيتي ځواکونو مشر منگ جيانزو د ترهگرو د مخ نيوي په موخه د گامونو پورته کولو وئيلي دي .
د چين سنکيانگ صوبه کې له دې وړاندې هم د بدامنۍ او ترهگرۍ پېښې رامنځته شوي ، او تيره مياشت د اورومچي د اور گاډي په سټيشن بمي بريد کې درې کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو .
د چين سنکيانگ صوبه کې ايغور مسلمانان ميشت دي ، او دغي صوبې ته د ايغور مسلمانانو صوبه هم وئيل کيږي . ايغورنسل په سيمه کې د حکومت څخه د زور زياتي او تعصب گيله کوي ، چې دويې سره تعصب کيږي .
ولې حکومتي چارواکې بيا په هيواد کې د ترهگرۍ د زياتره پېښو تور په ايغور نسل مسلمانانو لگوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG