لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چین د مسلمانانو سنکیانگ سیمه کې د اړې گړې کلیزه


د چین د غربې سیېمې ارومچې ښار چرته چې زیاتره ویغور مسلمانان اباد دي

چین وائې بیلتو خوښونکې غربې سنکیانگ سیمه د ازاد هیواد په حیث بیلول غواړي. خو سیمه کې میشته ویغور، چې اکثره مسلمانان دي، وائې چین د دوې د بنیادې حقوقو سرغړونه کوي

یو کال وړاندې د سنکیانگ په تشدد کې د وژل شؤو خلکو په یاد کې مظاهره واشنگټن کې د چین سفارتخانې سره نزدې وشوه.
د گل په ورځ شوې مظاهره کې برخه اخستونکی ویغور تن دلشاد عرفات وائي یو کال وړاندې د ١٦٠٠ ؤ نه زیات د ویغور نسل خلک وژل شوې ؤ او دوې نن د هاغه خلکو، ورڼو، خویندو، او د کورنیو غړو په یاد کې ظاهره کوي.
د چین حکومت وائې سنکیانگ کې تیر کال د جولائې په میاشت کې اړې گړې ته لمن د هیواد نه بهر میشته ویغورو ولې ده. چینائې حکومت وائې تشدد کې ٢٠٠ تنان وژل شوې او د ١٧٠٠ ؤ نه زیات زخمیان شوې دې.
د سنکیانگ مرکزي ښار ارومچې کې فسادات د ويغورو او د اکثریتي هان نسل چینیانو ترمنځ شوې دې.
لویزه گریو واشنگټن کې د څیړنې ادارې نیشنل انډاؤمنټ فار ډیمکریسي کې کار کوي. هغې د واشنگټن په مظاهره کې برخه اخستې ده وائې د چین حکومت په سنکیانگ کې د اړې گړې په لړ کې په حقائقو پرده اچولې ده.
لویزه گریو وائې د ارومچې په کوڅوکې ناقراري هاغه وخت رامنځته شوه کله چې چینائې ځواکونو په پرامنه مظاهره چیانو ډزې ووکړې. هغه وائې ددې تصدیق په خبرې رپورټونو کې شوی دی خو د چین حکومت په دې حقله حقائق پټوي.
چینائې چارواکو په سنکیانگ کې د تشدد پړه په بیلتون خوښونکو اچولې ده چې سیمه د یو خپل واکه هیواد په حیث د چین نه بیلول غواړي.
د چین نه بهر میشته ویغور ډلو غوښتنه کړې چې د سنکیانگ د واقعاتو دې په ازاده توگه تحقیقات ووکړی شي.
تیره هفته واشنگټن کې میشته، ویغور هیومن رائټس پراجکټ نومې ادارې، خپل یوتفصیلې رپورټ کې ویلې چینائې چارواکو پرامنه مظاهرې چکولو د پاره د تشدد نه کار اخستی.
په سنکیانگ کې د تشدد ورسته، د چین حکومت تر شپږو میاشتو پورې د سیمې نړي وال ټیلې فوني کرښې او انټرنیټ قطع کړې ؤ. اړې گړې کې د لاس لرلو په تور په سلگونو مظاهرچیان نیول شوې ؤ. ځنې نیول شؤو تنانو ته د مرگ سزاگانې هم ورکړی شوې دي.
سنکیانگ کې تیلو اود گیسو ذخائرپراته دي او په دې وجه د چین د پاره ډیر اهمیت لري.
د چین حکومت وائې سنکیانگ کې ټولو نسلې ډلو سره د برابرۍ سلوک کیږي خو د انسانې حقوقو تنظیمونه وائې دویغور نسل خلک په اقتصادي او ثقافتي توگه د تعصب سره مخ کیږي.
مونږ څوک اوریدی شي په عنوان خپل رپورټ کې، ویغور هیومن رائټس پراجکټ تنظیم وائې د چین حکومت د سنکیانگ په سکولونو کې ویغور ژبه ختمیدو ته نزدې کړې ده او د ویغور په تاریخ او ثقافت په سلگونو کتابونوباندې پابندۍ لگول شوې دي یا او سوزول شوې دي.
الحم توټې بیجنگ یونیورسټۍ کې د اقتصادیاتو کارپوهه دی او د ویغور نسل سره تعلق لري. وائې ویغور نه خو د چین په حکومت، نه په پوځ او نه به پولیسو اعتبارلرې. هغه وائې ویغور خپله په یو بل هم باور نه کوي ځکه چې دوې گڼي ددوې گیر چاپیره خلک د چین جاسوسان هم کیدی شي.
دچین سرکاري میډیا هم سنکیانگ کې د پیښو کلیزه نمانځلې او خپلو رپورټونو کې ویلې چې هلته د ژوند معیار ښه شوی دی. خو یو کال وړاندې شوې اړې اگړې په وجوهاتو يي څه بحث نه دی کړی.



XS
SM
MD
LG