لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین په پاکستان کې پر چینایانو په بریدونو اندېښمن دی


چین په پاکستان کې د خپلو وګړو پر وژنه اندېښنه څرګنده کړې او د دې هېواد له چارواکو یې غوښتنه کړې، چې هلته په پرمختیایي چارو بوخت چینایان دې د وسلوالو له بریدونو و ژغورلي.

چین پر پاکستان ټینګار کړی چې هغه وسلوال دې په بیړنۍ توګه ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي، چې په کراچۍ کې یې پر دوو چینایانو ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

پولیس وایي د دوشنبې- ګل په ورځ دوه چینایي وګړي د کراچۍ په کلفټن سیمه کې په موټر کې سپاره وو، چې په یوه بل موټر کې سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې، یو تن چې پر سر لګېدلی وو په روغتون کې یې ساه ورکړه او بل ټپي لا هم تر درملنې لاندې دی.

د کراچۍ پولیس چارواکي وایي په دې ښار کې چینايي وګړو ته د امنیت لپاره پولیس ورکړل شوي، خو دغو دوو چینایانو په خپله امنیتي پولیس له ځانه لرې کړي وو او وایي داسې ښکاري چې پر هغوی هدفي برید شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ د سه شنبې- نهې په ورځ رسنیو ته وویل، چې په کراچۍ کې د چین د قونصلګرۍ چارواکو پر خپلو وګړو د شوي برید په اړه پاکستاني چارواکو ته شکایت کړی دی:

"د چین جنرل قونصل د کراچۍ روغتون ته خپل مامورین ور لېږلي او پولیسو ته یې په ټینګار سره ویلي دي، چې پر چینایانو د برید معامله په بیړنۍ توګه حل کړي او بریدګر د قانون منګولو ته وسپاري"

رپوټونه وایي دغو دوو چینایي وګړو د سامان لېږدونې په یوه چینایي کمپنۍ کې کار کاوه، چې د چین- پاکستان اقتصادي لارې د منصوبې برخه ده، خو د دوی د وژنې ذمه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د ۲۰۱۷م کال په مې میاشت کې هم دوه چینایي وګړي- یوه ښځه یو سړی- د کوټې ښار له جناح ټاون سیمې وتښتول شول او په جون میاشت کې په مستونګ سیمه کې و وژل شول، چې د تښتونې او وژنې ذمه یې داعش وسلوالې ډلې پر غاړه واخیسته.

په ۲۰۱۷م کال کې له کوټې تښتول شوي او په مستونګ کې وژل شوي چینایان
په ۲۰۱۷م کال کې له کوټې تښتول شوي او په مستونګ کې وژل شوي چینایان

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو خصوصاً کراچۍ کې د چینایانو شمېر په زیاتېدو دی. په پاکستان کې د چین سفیر یان جینګ دوې ورځې مخکې بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي، چې په دې هېواد کې ۱۰۰۰۰ چینایي انجینېران او تخنیکي ماهرین د چین پاکستان اقتصادي لارې په بېلابېلو منصوبو کې کار کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ ونه ویل چې بېجنګ په پاکستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښمن دی که څنګه، خو وایي د ترهګرۍ په ضد او د عامو خلکو د خوندیتوب په برخه کې د پاکستاني امنیتي ادارو هڅې د ډاډ وړ ګڼي:

"موږ د ټول هېواد په کچه د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پاکستان د هڅو ملاتړ کوو او موږ په دې باور یو چې پاکستان به د چینایي ادارو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره هم اقداماتو ته دوام ورکوي"

په اسلام اباد کې د چین سفارت د ۲۰۱۷م کال په دسمبر کې خبرتیا ورکړې وه، چې وايي ترهګر په پاکستان کې په نیژدې وخت کې پر چینایانو د بریدونو پلان لري او پر چینایي کارکوونکو یې ږغ کړی وو، چې خپل امنیت ته پام وکړي، بېځایه ونه ګرځي او له پولیسو او نورو امنیتي ادارو سره د خپل امنیت په برخه کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG