لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور : محکمې د رسالت د سپکاوي په تورعيسايي وگړي ته د مرگ سزا اورولې


د عدالتي فيصلې وروستو د ساون مسيح وکيل وئيلي د سزا په ضد به هائي کورټ کې اپيل کوي
د عدالتي فيصلې وروستو د ساون مسيح وکيل وئيلي د سزا په ضد به هائي کورټ کې اپيل کوي
د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهورمحکمې د رسالت د سپکاوي په تور يو عيسايي وگړي ته د مرگ سزا او دوه لاکهه روپۍ جرمانه اورولې ده ، دغه عيسايي ساون مسيح نوميږي .
د لاهورد محکمې سيشن جج غلام مرتضي د زيارت په ورځ جېل کې د کېس اوريدنې په مهال ساون مسيح ته د مرگ سزا واورله .
په ساون مسيح باندې تېر کال د مارچ په مياشت کې د هغه يو مسلمان دوست د جهگړې په وخت د پيغمبر اسلام په شان کې د ناوړه جملو د استعمالولو تور پورې کړی ؤ . او د هغې وروستو پوليسو ساون مسيح نيولے ؤ .
ساون مسيح باندې د تور پورې کولو سره په سلگونو کسانو لاهور کې د عيسايانو په جوزف کالونۍ حمله کړې وه او د عيسايانو په لسگونو کورونه يي سوزولي او دوه گرجو ته يې زيان هم رسولی ؤ .
د عدالتي فيصلې وروستو د ساون مسيح وکيل وئيلي د سزا په ضد به هائي کورټ کې اپيل کوي .
د راپورونو ترمخه جوزف کالونۍ کې د اور اچولو او تشدد د پېښو وروستو ډېرعيسايان د دغې علاقې نه نورو سيمو پله منتقل شوي دي .
پوليسو د دغې حملې او اړي گړي جوړولو په تورکې په درځنونو کسان نيولي وو . ولې يواځې په ۴۰ کسانو مقدمې درج کړی شوې او بيا هغه هم په ضمانت خوشي شوي دي .
د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه غوښتنې کوي چې پاکستان کې دې د رسالت د سپکاوي په قانون کې بدلون وشي ، ځکه چې زياتره دغه قانون خلک په شخصي دښمنو کې د بدل اخستو دپاره په غلط انداز کاروي .
د راپورونو ترمخه پاکستان کې له دې وړاندې هم د رسالت د سپکاوي په تور کې لږ تر لږه ۱۶ کسانو ته د مرگ سزاگانې اورول شوي دي ، او د ۲۰و پورې نور داسې کسان دي هغه په دغې تور کې عمري بند تيروي . ولې تراوسه د چا د مرگ سزا نه ده عملي شوې .
د بشري حقونو د تحفظ نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل ساون مسيح ته اورول شوې فېصلې باندې خپل غبرگون کې د فېصلي په سوتره والي د تحفظاتو اظهار کړی او د ساون د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده .
ايمنسټي انټرنيشنل په پاکستان زور راوړی چې هغه کسان دې د انصاف کټهرې ته راولي چا چې د عيسايانو کورونه سوزولي او د هغوۍ مالونو ته په زيان اړولو کې ککړ دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG