پاکستان کې د پارلیمان ښځو غړو او د بشري حقونو کارکوونکو د اسلامي نظریاتي شورا دا سپارښتنه رد کړې چې واېي خاوند خپله ښځه وهلی شي.
د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی معراج همایون واېي: ٫٫ دا په ښځو پسې خندا ده او نه پوهیږم چې اوخاندم که اوژاړم .٬٬
اسلامي نظریاتي کونسل د ښځو په اړه یوی قانوني مسودې په حقله خپلو سپارښتنو کې دا هم وېلي چې که ښځه د اسلام نه مرتده شي نومزګ ېي روا نه دی. که سړی مرتد شي نو د دریو ورځو مهلت وروستو ورته شرعي سزا ورکړل کېدای شي. دفقها په حساب د مرتد شرعي سزا مرګ دی.
د اسلامي نظریاتي شورا په تجویز شوي قانون لپاره سپارښتنو کې په هسپتالونو، سکولونواو دفترونوکې ښځې دسړو سره د یو ځای کارکولو نه منع کړی شوي. بله دا چې ښځې د نامحرم سره ګرځیدل سم نه دي.
د بشري حقونو لپاره کار کوونکې صایمه منیروایس اف امریکا ډیوه ته ویلي دا په حقیقت کې سړو ته د عیاشۍ لپاره تحفظ ورکول دي.
د کونسل په سپارښتنو کې د ښځو لپاره ځېنې مثبتې خبری هم شته لکه بالغه جېنۍ په خپله خوښه واده کولی شي.او ښځه دخاوند نه هم طلاق اخستی شي.
اسلامي نظریاتي کونسل حکومت ته د کوم قانون په اړه سپارښتنې ورکولی شي خو حکومت مجبور کولی نه شي چې دغه سپارښتنې د قانون برخه اوګرځوي. په پاکستان کې ناقدین وايي دغه کونسل د هیواد په خزانه یو پېټی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د صوباېي اسمبلۍ غړو او د زنانو د حقونو لپاره کار کونکي مېرمنو غبرګون د سعدیه قاسم شاه پدې رپورټ کې اوریدی شۍ.