لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس: نیول شویو امریکایانو د روسي عسکرو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي وو


د رویټرز خبري ادارې ترمخه د کرېملین ترجمان دمتري پېسکوف د ګل، دوشنبې، په ورځ په لومړي ځل د امریکایانو د نیول کېدو تصدیق وکړو او ویې وېل چې ۲۷ کلن اېنډي هواېن او  الېګزېنډر ډروک نیول شوي او تحقیقات ترې کولی شي. دواړه امریکایان د امریکې د اېلاباما ریاست اوسېدوونکي دي

روس ویلي هغه دوه امریکایان چې په اوکراین کې نیول شوي دي په کرایه جنګېدل، د روسيې عسکرو ژوندنه يې په خطر کې اچولي وو او حساب به ترې اخیستل کېږي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د کرېملین ترجمان دمتري پېسکوف د ګل، دوشنبې، په ورځ په لومړي ځل د امریکایانو د نیول کېدو تصدیق وکړو او ویې وېل چې ۲۷ کلن اېنډي هواېن او الېګزېنډر ډروک نیول شوي او تحقیقات ترې کولی شي. دواړه امریکایان د امریکې د اېلاباما ریاست اوسېدوونکي دي.

پېسکوف وویل امریکایان په اوکراین کې په غیر قانوني هلو ځلو کې ککړ وو او په روسي عسکرو یې ډزې کول چې له امله یې د روسانو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي وو.

پېسکوف وویل یوازنۍ خبره چې واضحه ده هغه دا چې دوی جرمونه کړي دي. دوی د اوکراین په پوځ کې نه دی. دوی د جنیوا کنوېشن نه عملي کېږي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د نیول شویو امریکایانو د کورنیو غړو تېره هفته وویل دواړه تنان په رضاکارانه ډول جنګېدو دپاره اوکراین ته تللي وو او بې درکه شوي وو.

روسي مطبوعاتو تېره هفته د دواړو کسانو تصویرونه وښودل چې په اوکراین کې د جنګېدو په مهال ونیول شوي وو.
د کرېملېن ترجمان دا نه دي ویلي چې امریکایان په اوکراین کې کوم ځای نیول شوي دي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د برطانيي دوه شهریان او د مراکش یو تن ته په دونباس سیمه کې عدالت په دې سبب سزاګانې ورکړي چې په کرایه جنګېدل او د جنګي قیدیانو په اړه د جنیوا کنوېنشن پرې نه عملي کېدو.

کییف د دغو سزاګانو غندنه کړې، وايي دغه کسان د اوکراین د مسلح ځواکونو برخه وو او عدالت ورته د سزاګانو اختیار نه لرلو او د جنیوا کنوېنشن دلاندې ورته تحفظ لري.

د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف د امریکي اېن بي سي ټېلې وژن ته په روس کې د تېرو دوو میاشتو راهسې د نیول شوي بلې امریکايي شهري او د باسکټ بال مشهورې لوبغاړي برېټني ګراینر په اړه وویل چې هغه د نشۍ توکو د قانون د خلاف مجرمه ده او یرغمل شوي نه ده.

باسکټ بال لوبې ته وده ورکولو دپاره ګراینر روس ته تللي وه. پېسکوف وویل ګراینر روس ته د نشۍ توکو د مخنیوي قانون په خلاف ورزۍ کې نیول شوي ده. پېسکوف وویل ګراینر د روسي قانون په خلاف ورزۍ نیول شوي ده او نه ده پکار چې هغه یرغمل وبلل شي.

د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ د می په میاشت کې ویلي چې ګراینر په غلطه نیول شوي ده. وزارت امریکايي سفارتکارانو ته د هغې د ازادولو ذمه واري سپارلې ده. د ګراینر مطرمن چېرېل ګراینر ویلي برېټني نه سیاسي مهره جوړه کړی شوي ده.

د امریکایانو، الېګېنډر ډروک او د اېنډي هواېن په اړه د دمتري پېسکوف د خبرو نه مخکې د امریکې صدر جوبایډن د جون به ۱۷ نېټه ویلي وو چې امریکایانو ته نه دي پکار چې اوکراین ته د جنګ دپاره ورشي.

یادونه: د وي او ای انګریزۍ څانګې په وېب پاڼه چاپ شوي د دې خبر معلومات نه رویټرز خبري ادارې څخه اخیستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG