د تېرو شپږو هفتو راهسې په جنګ کې ښکیلو د سوډان د امنیتي ځواکونو دواړه برخې د جنګ بندۍ په غځولو متفق شوي خو د سرښار خرطوم اوسېدونکو ویلي د نهې، سه شنبې، په ورځ په ښار کې سخته جګړه شوې ده.
روېټرز خبري اداره وايي د سوډان پوځ او رېپېډ سپورټ فورسز رضا شوي وو چې ډز بندي به د پېنځو ورځو پورې وغځوي.
د وروستۍ جنګ بندې نېټه د ګل، دوشنبې، په ورځ ختمېدله.
د سوډان د امنیتي ځواکونو د حریفو فريقېنو ترمنځ وروستۍ جنګ بندي د سعودي عرب او د امریکې په منځګريتوب شوې وه چې سولې په مهال ملکي خلکو ته امداد ور ورسوول شي.
ثالثانو ویلي که څه هم دواړو ډلو د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ کړي خو د دې باوجود قریبا ً دووو مېلین کسانو ته امدادي شیان رسوول شوي دي.
د خرطوم ۵۳ کلن اوسېدونکې هند صابر روېټرز ته ویل امید کوي چې جنګ بندي کامیابه شي او دوی خپلو عادي ژوندونو ته ستانه شي.
روېټرز وايي د جنګ بندۍ په غځېدو د دستخطونو څو ګنټې وروسته په خرطوم، ام درمان او بهري کې سخت جنګونه شروع شول. د نیل دریاب په سنګم پراته دغه درواړه ښارونه د لوی خرطوم په سیمه کې شامل دي.
ار اېس اېف په پوځ د جنګ بندۍ د خلاف ورزۍ الزام ولګولو، او ويې وېل د پوځ د حملې په جواب کې يې خپله دفاع کړې ده.
په سوډان کې د جنګ دلاسه یو اشاریه څلور مېلین کسان په کورونو پرېښودو مجبور شوي دي چې په هغه ۳۵۰۰۰۰ خلک هم شامل دي چې د سوډان ګاونډیو ملکونو ته کډوال شوي دي.
د سوډان د پوځ او د ار اېس اېف جګړه د اپرېل په ۱۵ نېټه د موقتي حکومت به انتظام د انتخاباتو په سر شروع شوه.
د ار اېس اېف او د پوځ مشران د سوډان په هغه حکومتي شورا کې شامل وو چې د هېواد صدر عمر البشیر يې په ۲۰۱۹ کې د بغاوت په نتیجه کې د حکومت سره لرې کړی و.
روېټرز وايي د پوځ مشر جنرل عبدالفح برهان د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو وډیو کې وليدل شو چې د عسکرو سره ملاقات کوي. هغه وویل شهریانو ته سهولت ورکولو دپاره د جنګ بندۍ د غځېدو حمایت کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي