لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيمټي بلاکونه د نړيوالې تودوخې يو لوي علت


سيمټي بلاکونه چې د آبادۍ بنيادي توکی دی، د نړيوالې تودوخې يو لوی علت هم دی. رپوټونه وايي په نړيوال موسمي بدلون کې سيمټي بلاک د څلور نه واخله تر ۸٪ پوره لاس لري او په دې پيمانه دا په کويله سېزلو او د ځنګلونو په وهلو پسې په دريم نمبر د نړيوالې تودوخې لوی علت دی.

د يو رپوټ تر مخه هرکال په نړۍ کې د يو کرب نه زيات سيمټي بلاکونه جوړيږي او د يوې اندازې ترمخه د کال ۲۰۶۰ پورې به په نړيواله کچه د آبادۍ چتونه دوه چنده زيات شي، چې د پېرس د ښار هومره وداني به هره هفته زياتېږي.

د امريکې په مېشيګن يونيورستۍ کې د انجنيرۍ پروفېسر ولکر سېک وايي: "که مونږه د کنکريټ يا سيمټو د بلاکونو د مخنيوي څه مناسب حل او نه موندلو نو مونږه به په مشکل کې يو".

يو شمېر کمپنیانې په دې کار کوي چې څه ډول د سيمټي ودانيو د لاسه زياتيدونکي کاربن ډايي‌ آکساېډ مخه اونيول شي، په دوی کې ځينې کمپنۍ د کاربن ډايي‌ آکساېډ په څېر د دغه زهرجن ګيس نه هم ګټې پورته کوي.

په دې کې يوه سيمټي بلاکونو کمپني کاربن بېلټ ده، د دغې کمپنۍ جوړونکی د کېلي فورنيا يونيورسټۍ د ماحولياتي انجنيرنګ د څانګې استاد ګوراؤ سېنټ دی. هغه وايي: "کنکريټ زمونږه د چاپېريال د بدلون يو ذمه وار توکی دی خو مونږه ورته پام نه کوو."

دغه کمپنيانې د سيمټو په فارموله کې داسې بدلون کوي چې د بلاکونو د جوړېدلو په وخت په دې کې کاربن ډايي‌اکساېډ ګډ کړي او دغه په بلاکونو کې داسې معدينيات جوړ کړي چې بيا د بلاکونو نه بهر نه خارجيږي.

کاربن بېلټ سيمټي بلاکونه د عامو بلاکونو نه ۷۰٪ کم کاربنډايي آکساېډ خوشې کوي او دغه عمل سره بلاکونه نور هم مضبوط شي.

دغسې کاربن کېور نومې کمپنۍ هم د يو ميټر په سر ۱۵ کلوګرامه کاربن ډايي اکساېډ کم کړی او په نړۍ کې يې د ۳۰۰ نه زياتې کارخانې لګولي دي. د دغې کمپنۍ مشر وېګنر وايي: "هر څوک چې آبادي جوړوي نو غواړي چې زهرجن ګيسونه قابو کړي‌خو زيات تاوان ته غاړه نه ږدي."

د موسمي بدلون يا نړيوالې تودوخې د قابو کولو د پاره په نړيواله کچه هلې ځلې روانې دي او په دې کې تر ټولو لوی لاس د امريکې او چين دی، چې څو ورځې وړاندې د صدر باېډن په مشرۍ کې دواړه د زهرجن ګيسونو په کمولو صلاح شوي‌ دي او يورپي ملکونو هم تر کال ۲۰۳۰ پورې د زهرجن ګېسونو کچه ۵۰٪ کمولو پرېکړه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG