لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هیلري کلنټن : امریکې او چین په اقتصادي همکارۍ کې پرمختگ کړی


په شنگهائې کې د بوئنگ جهازونو دمرمت مرکز ته د سفر په وخت د امریکې خارجه وزیرې هیلري کلنټن د چین او امریکا د پاره په مهمو مسلو خبرې ووکړې.

هغې وویل چې هر اقتصاد باید داسې هوار میدان وولري چرته چې د هیواد دننه او بهرنۍ کمپنۍ په برابره کچه مقابله کولی شي.
میرمن کلنټن وویل چې د قانون په جوړولو کې، د شیانو د پاره د معیار په ټاکلو کې او د تعصب په ختمولو کې دې باید د شفافیت نه کار واخستلی شي.
هغې وویل چې په داسې حالاتو کې تجارت د دواړوه هیوادونو په گټه دی. هیلرې کلنټن زیاته کړه چې امریکنۍ کمپنۍ غواړې چې د امریکني کارکونکو د لاسه جوړ شیان په چین خرڅ کړي.
هیلري کلنټن وویل چې د امرکنۍ کمپنو لخوا په چین او اسیا کې زیات اقتصادي تړون به د امریکې په صادراتو کې اضافه ووکړي، په امریکا چېن او اسیا کې به روزگارونو کې زیاتوالی راولي، د وولس د ژوند معیار به ښه کړي، د نړي په اقتصاد کې به توله برابره کړي او دا صورتحال به د هرچا په گټه وي.
د گل او نهې په ورځو به تر ٢٠٠ پورې د امریکې د حکومت چارواکې چین سره په وچته کچه د سټریټیجیک اکنامک ډائیلاگ یا د سټرټیجیکې اقتصادي مکالمې په نوم خبراتیر کوي.
په مکالمه کې به په موجوده سیاسي صورتحال، د جنوبي کوریا د سمندري پوځ په بیړۍ باندې د شمالي کوریا برید، د ایران د ایمټي پروگرام سره تړي نړې واله لانجه او د چین د انساني حقوقو صورتحال باندې خبرې اترې کیږي.
هیلرې کلنټن وویل چې چین او امریکې د اقتصادي همکارۍ په مد کې پرمختگ کړی دی. امریکا د چین جوړ شیانو د پاره تر ټولو لویه منډاۍ ده اود کال ٢٠٠١ راهسې چین ته د امریکې په صادراتو کې درې چندا زیاتوالی راغلی دی.
میرمن کلنټن چې خبرې کولې نو په شا يي د بوئنگ سیون ترې سیون یا اوه درې اوه قسمه جهاز ولاړ وو چې په شنگهائې کې روان د نړي وال صنعتي نمائش رنگ ورته ورکړی شوی وو.
هغې وویل چې د جهازونو صنعت د امریکې د ایکسپورټس یا د صادراتو تر ټولو لوې مد دی چې هر کال د یو ارب ډالرو بیپار کوي.
په چین کې د مسافرو موجوده جهازونو کې د نیمې نه زیات جهازونه بوئنگ جوړ کړې دي او چین د څلورسوو او پنځوسو نور جهازونو سائې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG