لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هيلري کلنټن: نړۍ دې دشمالي کوريا په ضد سخت غبرگون وښائي


د امريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن وائي دجنوبي کوريا دسمندري جنگي جهاز په ډوبولو بايد نړۍ دشمالي کوريا په ضد سخت غبرگون ښکاره کړي.

د امريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن وائي دجنوبي کوريا دسمندري جنگي جهاز په ډوبولو بايد نړۍ دشمالي کوريا په ضد سخت غبرگون ښکاره کړي.
هيلري کلنټن دغه څرگندونې دشورو په ورځ په سيؤل کې دجنوبي کوريا دصدر او دبهرنيو چارو دوزير سره دلنډو خبرو اترو څخه وروستو کړي دي.
هغې په چين هم غږ کړى دى چې دجنوبي کوريا دجهاز دډوبيدو په هکله ددستاويزاتو په ځيرکتيا سره مطالعه وکړي ترڅو په حقيقت ځان پوهه کړي.
هيلري کلنټن شمالي کوريا ته خبردارى ورکړى چې بايد دخپلو گواښونو او دړکو تگلاره بدله کړي.
دچين دبهرنيو چارو مرستيال وزير له مخې وئيلي ؤ چې دهغه حکومت ددغه ټولې قضيې په ځيرکتيا سره جاج اخلي.
دجنوبي کوريا جنگي جهاز په 26م مارچ دچاؤدنې څخه وروستو ډوب شوى ؤ چې پکې 46 پوځيان وژل شوي وؤ.
ددغه جهاز دډوبيدو له هکله ترسره شوؤ پلټنو کې ويل شوي چې دغه سمندري جهاز دشمالي کوريا په تار پيډو ميزائيل ويشتل شوى ؤ خو شمالي کوريا ددغه پيښې دمسؤليت قبلولو څخه انکاري کوي.
دجهاز دډوبيدو ددغه پيښې څخه وروستو دپيانگ يانگ دخپل گاونډي هيواد سره اړيکې زياتې تاؤژنې شوي دي.
شمالي کوريا دجمعې دورځې څخه جنوبي کوريا سره سمندري تماسونه ختم کړي وؤ او په سرحدي سيمو کې دجنوبي کوريا له لوري دپروپيگنډې دخپرونو دبيابحالۍ څخه وروستو شمالي کوريا اوس دگاونډي هيواد سره په سرحدي سيمکو کې ځمکني تماسونه هم قطع کړي دي.

XS
SM
MD
LG