لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري کلنټن : دقران سوځول شرمناک عمل دى


د امريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دفلوريډا رياست ديو وړوکي کليسا لخوا د11م ستمبر په موقع دقران دسلگونو کاپيانو دسوځولو منصوبه يو گستاخانه ، غير اخلاقي او دشرم وړ عمل گرځولى دى.
دامريکا په خارجه محکمه کې دمسلمانانو لپاره دورکړل شوي روژه ماتي د دستورې د مشرۍ کولو په مهال خارجه وزيرې هيلري کلنټن وويل زۀ دامريکا د ټولو مذهبونو سره دتعلق لرونکو مشرانو،لاديني امريکائي مشرانو او رايې جوړونکو لخوا ددغه غيراخلاقي اوشرمناک عمل دغندنې ډاډگيرنه کووم.
له دې وړاندې دکلنټن وياند فلپ کراؤلي دفلوريډا درياست دپادري ټيري جونز لخوا دراروان خالي په ورځ ديوولسم ستمبر په ياد کې دقران دسوځولو منصوبه غندلې وه.
ښاغلي کراؤلي وويل مونږ به په دې خوښ شو چې زيات امريکايان راپاسي او ووائي دغه عمل زمونږ دامريکائي اقدارو سره سم نۀ دى.
هغه زياته کړه دقران دسوځولو ممکنه عمل زمونږ داقدارو سره سمون نۀ خوري.
همدغه راز په افغانستان کې دامريکا او نيټو پوځونو کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس او دنيټرو دتنظيم جنرل سکتر اينډرس فوراسمسن وئيلي دي د50 تني ډوډ ورلډ اؤټ ريچ سينټر (Dove World Outreach center) په نوم کليسا لخوا دمسلمانانو دمقدس کتاب دسوځولو منصوبې له امله په افغانستان کې دامريکائي پوځونو ژوند ته خطرې څيلمه کيدلى شي.
ددغه کليسا پادري ټيري جونز وئيلي دي هغه دهيواد څخه بهر ميشتو امريکايانو ته دپيښو سختو خطرو احساس شته خو هغه او دهغه ملگرو په 11م ستمبر خپلې احتجاجي منصوبې ته دعملي جامې اغوستو پريکړه کړې ده.
په دغه ورځ به په امريکا دترهه گريزو بريدونو نهه کلونه مکمل شي.
دنيويارک ميئر مائيکل بلوُمبرگ دنهې په ورځ په يو بيان کې دچرچ لخوا دقران دسوځولو دحق څخه دفاع کړې وه.
دنيويارک دميئر مائيکل بلوُمبرگ په وينا دغه يو ناخوښه عمل دى خو دامريکا په اساسي قانون کې نامعقولو ويناوؤ ته هم تحفظ ترلاسه دى.
په امريکا کې دغه شخړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې په نيويارک کې دوړاندې څخه دمسلمانانو ديو جومات او ثقافتي مرکز جوړولو په تجويز دوړاندې څخه په هيواد کې تاؤده بحثونه روان دي.
دغه دواړه ودانۍ به دهغه ځايې سره نزدې جوړيږي چرته چې دکال 2001ء په 11م ستمبر په ورلډ ټريډ سنټر ترهه گريز بريدونه شوي وؤ.
دامريکائي انتظاميې دچارواکو وينا ده دفلوريډا دپادري او دهغه دملگرو لخوا دقران دسوځولو منصوبه دائيني حقونو په دائره کې ده بلکل هم هاغه شان لکه په تيروخت کې چې څنگه احتجاجي مظاهرينو دامريکا بيرغ سوځولى دى.
مقامي حکمت دفلوريډا کليسا ته دقران دسوځولو لپاره داور لگولو دپرمټ ورکولو څخه انکار کړى دى خو ددې باوجود ددغه کليسا غړو په هر صورت کې دخپلې منصوبې دپوره کولو اراده کړې ده.
ددغه منصوبې په ضد په افغانستان کې دامريکا په ضد احتجاجي مظاهرې هم شوي دي او ايران خبردارى ورکړى دى چې دقران په سوځولو په اسلامي هيوادونو کې جذبات دقابو څخه وتلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG