لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتونخوا وزير اعلا: د سپين انگرېز وروستو په مونږ دتور انگرېزحکومت دی.


د خېبر پښتونخواصوبې اعلا وزير پرویز خټک ويلي دي چې د سپين انگرېز ورستو ورباندې د تور انگرېز حکومت دی. هغه اوویل:

" د پاکستان نه سپين انگریزان لاړل خو تور انگریزان راباندې راغلل، چې ځمونږ څخه یې د ژوند تېرولو حق وتروړلو"

ښاغلي خټک د چا نوم وانخستلو خو دا وخت د پاکستان په پنجاب صوبه کې د اکثريتي گوند مسلم ليگ نون په پاکستان کې حکومت دی.

اعلا وزير اوویل چې اوسنیو تورو انگرېزانو د دويي په حقونو قبضه کړې ده، او د دويي حقونه یې نیولي دي، هغه اوویل:

" زه دې تورو انگریزانو ته وایم، څوک چې ځمونږ حکمرانان دي، چې ډاکوان( شوکمار) دي، که ځمونږ حق مو رانکړو نو لوی واړه به درپسې راپاسي او ستاسو بیخ بنیاد به اوباسي"

د پروېز خټک خبرو ته د کنونشن سنټر په تالار کې ناستو خلقو په زوره زوره لاسونه وپړقول.

​ښاغلي خټک داخبرې په اسلام اباد کې د فاټا اولس ته او د خپل گوند ځلمو ته په وینا کې وکړې، په اسلام اباد کې تحريک انصاف گوند د فاټا کنونشن په نوم یوه غونډه جوړه کړې وه.

په فاټا کنونشن کې د تحريک انصاف گوند مشرانو د پاکستان مرکزي حکومت ته گواښ وکړو که فاټا یې په یوه اونۍ کې د خېبر پښتونخوا سره د یو ځای کولو اعلان او نه کړو نو بیا دې ځان تیار کړي.

د پروېز خټک خبرو ته د پاکستان اوسنیو واکمنو سملاسي ځواب نه دی ویلی، خو په مرکزي حکومت کې د واکمنه گوند مسلم لیگ مشران زیاتره وخت په خپلو تقريرونو کې وايي د تحريک انصاف گوند مشران د سیاسي گټو لپاره د حکومت په ضد د دروغو ډنډورې کوي.

XS
SM
MD
LG