لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو هندي تن د وژنې په لړ کې د دوو مسلمانانو د ګرفتارۍ وروسته په هندوستان کې تاوتریخوالی زیات شوی


د کنهیا لال د وژنې خلاف د هندو ګوندونو پلویانو په نوي دلي کې مظاهره وکړه
د کنهیا لال د وژنې خلاف د هندو ګوندونو پلویانو په نوي دلي کې مظاهره وکړه

د هندوستان په مغربي ریاست راجستان کې انټرنېټ تړل شوی او په اودی پور ښار کې ګرځبندیز لګول شوی دی چې د هندو درزي (څرخیمار) د وژل کېدو په سر د فرقه اییزو فساداتو مخه ونیول شي. وېل کېږي چې دغه درزي د پېغمبر اسلام د مبینه سپکاوي په الزام دوو مسلمانانو وژلی او سر یې غوڅ کړی و.

دواړه مبينه قاتلان پوليس نيولي او د پوليس د وينا تر مخه دوی منلي چې څرخيمار/درزي يې ځکه وژلی چې هغه د بهارتيه جنتا ګوند د وياندې نوپور شرما ملاتړی و.

نوپورشرما د پېمغمبر اسلام د مبینه سپکاوي په وجه د ګوند د عهدې نه لرې کړل شوې ده. وېل کېږي چې وژل شوي تن د شرما د بيان سره يو شان پوسټ هم په سوشل ميډيا خور کړی و.

شرما چې د وزير اعظم نرېندرا مودي د ګوند بي جی پي ويانده وه تېره مياشت د اسلام پيغمبر محمد په اړه یې په متنازعه وينا ګن شمېر مسلمان هېوادونو پرې سفارتي غبرګون ښودلی و او خلکو مظاهرې کړې وې. د دې وروستو ګوند هغه د خپلې څوکۍ لرې کړې ده.

درزی (څرخيمار) چې کنهييا لال نومېد پوليس د لګ وخت د پاره نيولی و ځکه چې هغه دغه متنازعه ټويټ شير کړی و او د هغې وروستو ورته د نامعلومه خلکو لخوا د مرګ دړکې ورکړل شوې وې. د لال کورنۍ په پوليس نيوکې کړي چې وژل شوي تن ته يې حفاظت نه دی ورکړی.

د هند حکومت د ترهګرۍ خلاف جوړ شوي نيشنل انوېسټيګيشن ايجنسي يو خصوصي ټيم د پلټونو د پاره لېږلی چې معلوم کړي په پېښه کې کومه ترهګره ډله خو لاس نه لري.

د نهې/سه شنبې په ورځ حالات هغه وخت ډېر د انديښنو ډک شول څه وخت چې دوه ويډيګانې په سوشل ميډيا وايرل شوې چې ويل کيږي قاتلانو خپله جوړې کړې وې.

په يوه ويډيو کې ليدل کيږي حمله کوونکي لال په ټوکاګانو وهي او په بله ويډيو کې قاتلان د قتل اوزار په لاس کې دا اعلان کوي چې د درزی نه يې سر غوڅ کړی او ورسره ورسره وزير اعظم مودي ته هم دړکه ورکوي.

يو تن په ويډيو کې وايي “مونږ د پيغمبر د پاره ژوند کوو او د هغه د پاره مرګ ته تيار يو. مودي واوره اور تا لګولی خو په غرغړه کوو به يې مونږ. که خدای کول زمونږ خنجرونه به ستا څټ ته هم ډېر ژر درورسي”.

د راجستان پوليس يو لوړ پوړي چارواکي د ميډيا نه غوښتلي يادې ويډيوګانې دې نه ښايي ځکه چې د کتلو نه دي.

هندو قامپاله سياستمدارو غوښتنه کړې ياده پېښه دې ترهګري وګرځول شي او د ايالت وزير اعلی ويلي د خصوصي ټيم پلټونو ته انتظار کوي چې ژر تر ژره انصاف وشي.

يو شمېر مسلمانو د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي په اسلام کې د داسې تشدد او کرکې هيڅ ځای نشته.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای انګریزۍ څانګې دپاره د خبریال شېخ عزیزالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG