د امریکې په کانګرس کې، اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي، د تېرو څو میاشتو راهسې د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ ترمنځ قریباً په هره مسله اختلافات موجود دي، د کانګرس غونډه په داسې حال کې شروع کېدونکي ده چې قانون سازان به حکومت دپاره د مالي وسایلو منظورۍ د ورکولو کوښښ کوي او د ريپبلېکن پارټۍ غړي به غواړي چې ایا د صدر جوبایډن د امپیچمنټ یا د نااهله کولو دپاره تحقیقات په وړاندې بوخي او که نا؟
د ای پي ترمخه، د کانګرس د ناستې تر ټولو اهمه ترجیح به حکومتي دفترونو دپاره په عارضي ډول د پېسو منظورول وي.
د وفاقي حکومت فعالیت جاري ساتلو ترڅنګ به کانګرس اوکراین دپاره بيړني مالي وسایل، د قدرتي افتونو دپاره د امریکې د وفاقي حکومت پېسې او د صدر بایډن د زوي هنټر بایډن د ملک نه کاروبار په اړه د تحقیقاتو پېسې هم مهیا ساتل وي.
ای پي وايي په دغو مسلو ګامونه اخیستلو دپاره کانګرس سره وخت لږ دی. د کانګرس غونډه به ۱۱ ورځې دوام لري او د حکومت مالي کال به د سېپټمبر په ۳۰ نېټه سره ته ورسېږي.
د صدر بایډن او د کانګرس د مشرانو چې په کې د ريپبلېکن پارټۍ د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان سپيکر کېون مېکارتي هم شمال دی، ټوله توجه حکومت دپاره د پېسو په منظورولو ده. دا د کانګرس د معمول کار دی او که چېرې کانګرس په دې اړه څه متفقه ګام وانخلي نو حکومت یا د حکومت چاري به په ټپه ودرېږي.
ای پي وايي مېکارتي د خپلې پارټۍ دننه د اختلافاتو سره مخامخ دی او ځینې سخت دریځه همکاران يې غواړي چې د حکومت شټ ډاون وشي یعني حکومت په مکمله توګه ودرېږي.
د اګست د میاشت د دمې نه وروسته کانګرس دپاره حکومتي چارې دوامداره ساتل، د صدر بایډن په اړه د مواخذې تحقیقات، په اوکراین کې جنګ او د افتونو دپاره د حکومت مالي وسایل اهم معاملات دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum