لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا لخوا ترهګر ګرځول شوې جماعت الدعوه ډلې پاکستان کې سیاسي ګوند جوړ کړو


د امریکا لخوا درې کاله وړاندې د بهرنو ترهګرو په لسټ کې شامله کړې شوې پاکستاني ترهګرې ډلې جماعت الدعوه چې په پاکستان کې یوه خیراتي اداره هم چلوي د (ملي مسلم لیګ) په نامه د سیاسي ګوند جوړولو اعلان کړیدی. دغه ډلې ویلي د پاکستان په راتلونکې پارلیماني انتخاباتو کې به برخه اخلي.

د حافظ سعید په مشرۍ کۍ د جماعت الدعوه دغه لانجمنه خیراتي اداره چې ګمان کیږي د لشکر طیبه جهادي ډله ده، په اړه ویل کیږي د ممبۍ د ٢٠٠٨ کال په خونړۍ حملې کی لاس لري.

واشنګټن د حافظ سعید په سر د معلوماتو د شریکولو او د نیولو لپاره لس ملینه امریکایي ډالره انعام ایښې دی. د پاکستان حکومت حافظ سعید د تیرو ٦ میاشتو راهیسې په کور کې نظربند کړی دی.

پاکستاني چارواکو سعید د هغې نه وروسته په خپل کور کې نظربند کړی چې نړیوال فشار پرې زیات شو. اول یې هغه د ٦ میاشتو لپاره او اوس یې د ٢ نورو میاشتو لپاره نظر بند کړیدی.

د حافظ سعید ملګري، سیف الله خالد د دغې سیاسي ګوند ملي مسلم لیګ مشر ټاکل شویدی. هغه امریکا غږ ته وویل "مونږ فیصله کړیده چې نوی سیاسي ګوند جوړ کړو او زمونږ هدف دا دی چې په پاکستان کې اسلامي نظام عملې کړو او مونږ غواړو چې د خپل ملک مسلو ته د حل لارې ولټوو."

د بشري مرستو ټولنه

جماعت الدعوه وایي چې هغوي د لشکر طیبه سره تړاو نلري او وایي چې هغوي یواځې د خیرښېګړې کارونه کوي. جماعت الدعوه سره د دې د ممبۍ په حملو کې لاس لرل هم ردوي.

د ممبۍ حمله چې په ٢٠٠٨ کال کې ترسره شوه پکې ١٦٦ تنه ووژل شوي وو. دغې برید د پاکستان او هند اړیکې دومره خرابې کړې چې د دواړو ترمنځ د جنګ خطره پیدا شوی وه.

خالد وایي چې هغوي د خپل سیاسي ګوند د ثبتولو لپاره د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون ته درخواست لیږلی دی او وایي چې غواړې په راتلونکې انتخاباتو کې برخه واخلي.

خالد زیاتوي چې جماعت الدعوه به په ټول ملک کې د بشري مرستو فعالیتونه جاري وساتي او د هغوې سیاسي ګوند به په ټول ملک کې د خلکو استاځیتوب وکړي.

د ترهګرو ډلو په لسټ کې نوم

د هند او د امریکا چارواکو تراوسه پورې پدې هکله غبرګون ندی ښودلی.

ګاونډي هیوادنو هند او افغانستان په پاکستان د ډیرې مودې راهیسې د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګولي دي. امریکایي چارواکو هم بیا بیا په پاکستان دغه تورونه لګولي دي. پاکستان دغه تورونه ردوي او په هند الزام لګوي چې په پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي.

امریکا په ٢٠٠١ کال کې د لشکر طیبه ډله د ترهګرو ډلو په لسټ کې شامله کړیده.

د هغې نه وروسته چې امریکا د لشکر طیبه ډله د ترهګرو ډلو په لسټ کې شامله کړه، حافظ سعید د دغې ډلې نوم بدل کړ او په دغې ډلې یې د جماعت الدعوه نوم کیښود.

د وی او ای اشنا په مننه!

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG