لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: دوه لکه دیارلس زره نه زیات په کرونا وايرس اخته 4,395 تنه مړه


د کرونا وایرس د شمار شمېرو دپاره د پاکستان حکومت لخوا جوړ کړل شوي ویب پاڼې ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې په پاکستان کې نور 4,133 نور کسان په کرونا وايرس اخته شوې دي

کرونا وايرس په پاکستان کې نور 91 کسان و‌ژلي چې ورسره په ملک کې په دې وايرس د مړو شمېره 4,395 ته ورسېده، خو د دې ترڅنګ د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس د اخته 2,741 کسانو روغتیايي حالت مرګونی دی.

د کرونا وایرس د شمار شمېرو دپاره د پاکستان حکومت لخوا جوړ کړل شوي ویب پاڼې ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې په پاکستان کې نور 4,133 نور کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي اوپه ملک کې تراوسه پورې په دوه لکه دیارلس زره470 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

حکومتي شمېرې وايي په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس22 زره 418 معاينې شوي دي.

د پاکستان حکومتي شمېرو ترمخه تر دې دمه د کرونا وايرس نه یو لکه اته سوه دوه کسان ښه شوي هم دي.

د پاکستان سند صوبه بيا هم په سر کې ده چرته چې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې رپوټ شوي خو د دې وايرس څخه بيا زيات مړي په پنجاب صوبه کې شوي دي.

په پنجاب صوبه کې تراوسه پورې 1,762 کسان د دې وايرس څخه مړه شوي او په 76زره262 کسانو کې دا دې وايرس پخلی شوی او 27زره 488 ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې په 84 زره 640 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او 1,377 ترې مړه شوي خو دلته بيا په دې وايرس اخته شوي ډېر کسان ښه شوي هم دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په سند صوبه کې 46زره824کسان د کرونا څخه روغ شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ياد وايرس څخه 951 کسان مړه شوي، په 26زره598 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او 13زرهترې ښه 67 شوي دي.

په اسلام اباد کې د کرونا څخه 128، په بلوچستان کې 121، په ازادکشمیر 28 او په ګلګت کې 24 کسان د دې وايرس نه مړه شوي دی.

XS
SM
MD
LG