لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرونا واېرس د لاسه مرګونو د سارس ناروغۍ نه شوي مرګونو سېوا شول


چینايي چارواکو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، د کرونا وایرس د لاسه په چین کې د مړو شوو کسانو شمیره ۸۱۱ ته رسیدلي. د چارواکو په وینا دغه شمیر په کال ۲۰۰۲-۰۳ کې په چین کې راغلې سارس وبا نه مړو شوو تنانو نه ډیره ده.

په چین کې د صحت قامي کمېشن د چارواکو په وینا یواځې د خالي یا شنبې په ورځ ۸۹ یا یولس کم سل تنه مړي شوي دي.

په کال ۲۰۰۲ او ۰۳ کې په چین او هانګ کانګ کې د سارس (سېویر اېکیوټ رېسپیریټري سېنډروم) د لاسه ۷۷۴ تنه مړه شوي او ۸۱۰۰ کسانو ناروغه شوي وو.

د چین د صحت قامي کمېشن تر مخه د فرورۍ لومړۍ نېټې راپه دیخوا د خالي په ورځ (فرورۍ ۸مه) په یوه ورځ کې د کرونا وایرس نه د متاثر شوو کسانو شمیره کمه شوې. د دغو تر مخه د خالي په ورځ یواځې ۲۶۵۶ نوي کسان د کرونا وایرس نه متاثره شوي دي. تر دې وخته د کرونا وایرس نه د متاثره شوو کسانو ټوله شمیره ۳۷ زره ۱۹۸ ده.

نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ په برتانیه کې د چین سفیر ليو زیاومنګ د برتانیې بي بي سي خبري ادارې سره په خبرو کې کرونا وایرس ٫٫ د انسانیت دښمن٬٬ بللی. نوموړي زیاته کړې چې کرونا وایرس کنټرول کیدونکی، او د دې مخه نیول کیدلی او علاج يې هم کیدلی شي، خو په دې وخت کې دا خبره کول ګران دي چې مونږ به کله د دغې جوګه شو.

نوموړي تمه څرګند کړې چې دغه هر څه به ډیر زر اوشي. خو زیاته کړې یې چې د خلکو قرنطین کول یا د څوارلسو ورځو لپاره جدا ساتل اثر لرونکی کار دی.

د اتوار په ورځ برتانيې په خپل هیواد کې څلورم او سپېن دویم د کرونا وایرس نه متاثره کسان رپورټ کړي دي. د دغه دواړو په اړه ویل کیږي چې په نژدیو وروځو کې فرانس ته تللي وو.

د چین په هوبی صوبه کې په میلینونو خلک په مکمله توګه بند کړل شوي دي. دغه صوبه د کرونا وایرس د خوریدلو مرکز ګرځیدلی او د دغه سيمې خلک د خوارک د کمۍ شکایت کوي.

په دغه صوبه کې یو تجارتي چارواکي وانګ بن ویلي، د خوارکي سامانونو بېعې سېوا شوي، د کارکونکو کمی او د سامانونو وړل راوړل هم کم شوي دي.

د وانګ بن تر مخه دا ګرانه ده چې مارکیټونه عادي حالت ته ورسیږي. د نوموړي په وینا دا وختې په دغه سیمه کې د انډو او د غوښې د پېنځه ورځو او د سبزیانو د دریو ورځو راشن پاتې دی.

د چین مرکزي بنک ویلي د (ګل/ دوشنبې) نن ورځې نه به دوي د کرونا وایرس د لاسه متاثر شوو کاروبارونو د مرستو لپاره ۴۳ بیلینه ډالره یا ۳۰۰ بیلینه یون ورکوي.

په امریکا کې د میشي ګن پوهنتون یو پروفیسر جوزف اېیزنبرګ راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې د کرونا وایرس د لاسه د مړو کسانو شیمره سيوا کیدوله وجې دا خبره کول ګرانه ده چې دغه وبا دا مهال تر ټولو لوړې درجې ته رسیدلې ده. نوموړي ویلي ٫٫ که رپورټ شوي کیسونو شمیره سېوا کیږي، مونږ نه یو خبر چې د هغه کسانو څه کیږي کوم چې نه دي رپورټ شوي. د نوموړي په وینا دا مسله په ځینو کلیوالو سیمو کې روانه ده.

په ووهان کې د کرونا وایرس د لاسه مړو شوو کسانو کې یو امریکايي تن هم تیره ورځ مړ شوی. په بیجنګ کې د امریکا سفارت د دغه امریکايي د مرګ پخلی کړی او په یو بیان کې ویلي ۶۰ کلن امریکايي د فرورۍ په ۶مه نېټه په ووهان کې مړ شوی.

XS
SM
MD
LG