لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

10:52 27.3.2020

پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې ۱۲۳۵ ته ورسېدې

د حکومتي شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس د اخته شوؤ کسانو شمېرې 1320 ته رسېدلې دي او تر اوسه پورې نهه کسان د دغه رنځ نه مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه تراوسه پورې په رپوټ شوؤ کسانو کې 23 صحتمند شوي دي او دا وخت د اووه ناروغانو حالت خطرناک دی.

د پاکستان پنجاب صوبی د روغتیا د وزارت د ویاند په وینا په پنجاب کې د کرونا وایرس 29 نوې پیښې تصدیق شوې دي او په صوبه کې په کرونا وایرس د اختو کسانو شمیر 448 ته رسیدلی دی.

پنجاب اوس په پاکستان کې د کوویډ 19- پېښو کې ترټولو زیاتی شمیری لري. تر دې دمه په دغه صوبه کې څلور تنه د وایرس له امله مړه شوي دي – یو تن یې په راولپنډي او درې په لاهور کې.

د دی وړاندی سند صوبه کې د کرونا وایرس ناروغانو شمیر د ټولو زیات و . سند کې تر دې دمه د کرونا وایرس اخته کسانو شمیر 440 دی.

په خېبرپښتونخوا کې 180، په بلوچستان کې 132، په ګلګت بلتستان کې 91، په اسلام اباد کې 27 او ازاد کشمير کې دوه تنه په کرونا وايرس اخته دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه په 26م فرورۍ مخې ته راغلې وه.

09:06 27.3.2020

په نړۍ کې دکرونا وايرس وهلو شمېرې د پينځه لاکه ۳۰ زرو نه واوړېدې، په امريکا کې تر ټولو زياتې شوې

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ په ۱۷۵ هېوادونو کې په پينځه لاکه ۳۱ زره ۸۶۰ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د پوهنتون د شمېرو په وېنا کرونا وايرس تراوسه پورې ۲۴ زره ۵۷ تنه مړه کړي دي.

پوهنتون وايي په امریکا کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېرې ۸۵ زره ۶۵۳ دي، دا شمېرې د چين د شمېرو څخه هم زياتې شوي دي.

په چين کې د کرونا وايرس وهلو شمېرې ۸۱ زره ۷۸۲ او بيا په اټلي کې دا شمېره ۸۰ زره ۵۸۹ ده.

د کرونا وايرس نه تراوسه پورې په مړه شوؤ تر ټولو زياتې مړينې په اټلي کې شوي او هلته دې وايرس تر دې دمه ۸۲۱۵ تنه مړه کړي، په دوېم نمبر زياتې مړينې په سپېن کې ۴۳۶۵ او په درېم نمبر د چين شمېرې ۳۱۶۹ دي.

16:10 26.3.2020

په نړیواله کچه د کرونا وایرس دلاسه د مړه شویو کسانو شمېر د 23 زره 955 او په امریکا کې د 1,201 نه پورته شوی دی.

د امریکې د جانیز هاپکنز یونیورسټۍ د شمیرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس ښکار شویو کسانو شمیره قریباً 83,507 ده. د امریکې په نیویارک ښار کې د ۳۰۰۰۰ نه زیات کسان کرونا وایرس وهلې دي. په دې ښار کې ۳۰۰ کسان د دې ناورغۍ نه مړه شوي هم دي.

د اېسوسي اټېډپرېس خبري ادارې ترمخه په سپېن کې د کرونا وایرس د مرګونو شمېر 4,365 نه زیات شوی دی، چې د چین نه هم لوړه ده. کرونا وایرس د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې لومړی په چین کې سر راپورته کړی و.

په اټلي کې د کرونا دلاسه 8,215 کسان مړه شوي دي.

د امریکې کانګرس کرونا دلاسه کاروبارونو، کارکوونکو او د صحت نظام سره د مالي مرستې دپاره د دوه اشاره دوه کهرب ډالرو امداد منظور کړو.

پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېرې 1193 ته ورسېدې، په سند صوبه کې د کرونا وايرس وهلو شمېرې 421، په پنجاب کې 408، په بلوچستان کې 131، په خېبرپښتونخوا کې 123، په ګلګت بلتستان 85 او اسلام اباد کې 25 شوې.

پاکستان کې د کرونا وايرس له امله نهه تنه مړه شوي، پينځه په خطرناک حالت کې دي او ۲۱ ترې ښه شوي دي.

12:10 26.3.2020

پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۱۱۰۲ ته ورسېده

په پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېرې ۱۱۰۲ ته ورسېدې، په سند صوبه کې د کرونا وايرس وهلو شمېرې ۴۱۷، په پنجاب کې ۳۲۳، په بلوچستان کې ۱۳۱، په خېبرپښتونخوا کې ۱۲۱، په ګلګت بلتستان ۸۴ او اسلام اباد کې ۲۵ شوې.

پاکستان کې د کرونا وايرس له امله اته تنه مړه شوي، پينځه په خطرناک حالت کې دي او ۲۱ ترې ښه شوي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG